ولسمشر اردوغان د ټرامپ سره د لیدنې په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل

د امریکا ولسمشر ټرامپ ته د ولسمشر اردوغان غوڅ پيغامونه !

734498
ولسمشر اردوغان د ټرامپ سره د لیدنې په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د تیرې سې شنبې په ورځ  په واشنګټن کې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر دونالد ټرامپ سره  د لیدنې نه وروسته  په واشنګټن کې د ترکیې په سفارت کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان  خبریالانو ته  ددې تاریخي  لیدنې په اړه  معلومات ورکړل.

ولسمشر اردوغان وویل « ټرامپ ته مو  ددې خبرې په ټینګار وویل چې  په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې  د څانګو پي وای ډي او وای پي جي لخوا د ترکیې په مقابل کې د هر ډول کوچني برید پر مهال هیچا ته د خبر ورکولو پرته  به  پرې سمدلاسه  هوايي بریدونه وکړو. »

ولسمشر اردوغان وویل چې  په ځانګړې توګه  پي وای ډي او وای پي جي  ترهګرې ډلې  د هر یو هیواد لخوا  مخاطب قبولول  د نړۍوالو قوانینو او مطابقونو سره  په ټکر کې  عمل  دی. د ویلو ده چې  د ولسمشر اردوغان  او ټرامپ  د لیدنې اصلي مسله د پي وای ډي او وای پي جي ترهګرې ډلې وې.

ولسمشر اردوغان وویل چې ټرامپ ته مو په ښکاره وویل چې  د پې وای ډي او وای پي جي لخوا  په ترکېې د هر ډول برید  که کوچنی هم  وي  په صورت کې به پرته ددې چې چا ته خبر ورکړو  سمدلاسه  مرګوني بریدونه وکړو.

مونږ  ددېنه مخکې هم  داسې ګامونه پورته کړي دي. د سوریې د رای  ، جرابلوس او الباب  په سیمو کې مو  په یادو شوو ترهګرو سخت بریدونه کړي دي. ترکیې  خپل دریځ  او چلند  ټولو ته  څرګند کړ.

ولسمشر اردوغان  وویل چې مونږ  په هغوې  یو ځل بیا غږ وکړ چې  د ترهګرو نه ملاتړ  او د هغوې نه مرستې غوښتو نه لاس واخلۍ  او راځۍ چې په ګډه د ترهګرو پر خلاف مبارزه وکړو. خو له بده مرغه چې  دا خبره يي ونه منله. لومړی يي  مونږ  ته وویل چې د منبیچ  سیمه مو  د ترهګرو نه تخلیه کړې ده  خو  ترهګر اوس هم په سیمه کې  شتون لري.

ولسمشر اردوغان د داعش  ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې په بهانه  د وای پي جي او پي وای ډي سره  په ګډه  حرکت  کول  ډیر زیات خطرات لري. د بیلګې په توګه  د سوریې رقه  ښار د داعش نه  د بیرته نیولو پر مهال  ددې ښار حاکمیت چاته ورکول کیږي؟ عربانو ته  که  کوردانو ته؟ که چیرې  پدې ښار کې کوردان  حاکمیت په لاس کې واخلي  څه رامنځته کیږي؟ یوه بله جګړه. په هغه وخت کې به عربان  د خپل کور او کلو  په خاطر مجبور شي چې د کوردانو سره  جګړه پیل کړي. دا مسله ددې په معنا ده چې په سیمه کې به کوردان او عربان  په یو بل وټکول شي.

ولسمشر اردوغان زیاته هیله لرو چې  د منبیچ او رقه  کې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې  حقیقي ګامونه اوچت شي.

هغه وویل چې د ترکیې په توګه  مونږ  د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې خپل مسئولیت پر ځای کوو. څه چې لازم وي هغه کوو. ترهګرو ډلو ته به د هیواد دننه  او بهر  د ساه اخیستو فرصت ورنکړو.

هیچا ته به  د کمربند جوړولو اجازه ورنکړو.

ولسمشر اردوغان وویل  پدې پوره باور لري چې  امریکا به د سوریې په مسله کې خامخا  د ترکیې  دروازه وټکوي. خامخا به زمونږ نه د مرستې غوښتنه وکړي.

هغه وویل چې  دم ګړۍ  د رقه ښار  محاصره شوی  دی. دا چې څه کیږي  دا به وګورو. خو یوه خبره  باید  ووایو چې ترکیه  به  د سوریې او سیمې په مسله کې خامخا په ساحه او جګړې  په ډګر کې خپل ځای ونیسي.

ترکیه هم د سوریې او هم  د عراق په مسله کې لاس د زنې  نه کیني. په مخکې د ناټو سرمشریزه لرو. د ناټو ددې سرمشریزې مهمه  اجندا هم  د ترهګرۍ  مسله ده. دا ټولې مسلې به  د ناتو سرمشریزې ته انتقال کړو.

ولسمشر اردوغان  د وای پي جی ترهګرې ډلې په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین  څرګندونو په اړه هم  پوښتنه ځواب کړه.

هغه وویل چې  زمونږ  مسله او ستونزه  د  کوردانو سره  په ګډه د کار کولو او یا نه کولو سره نده. مهمه داده  چې  د ترهګرو ډلو سره  اړیکي جوړوې نشي. مونږ  خپلو مخاطبانو ته  لکه څرنګه چې پخوا هم  ویلي وو یو ځل بیا وویل چې  د ترهګرو ته وسلې ورکوۍ خو هغوې ترینه انکار کوي. مونږ  پدې برخه کې کافي اسناد او شواهدو او حتا  د وسلو د تسلیمولو عسکونه هم  لرو.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د ټرامپ سره  مو  د اقتصادي او تجاري همکاریو په مسلې هم خبرې وکړې.

همداشان د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان مشر ترکیې ته د سپارولو په بهیر هم  وغږیدو.

 

 

 

 



اړوند خبرونه