د پاکستان  د مشرانو جرګې د مرستیال د موټرو په کتار  د ځانمرګي‌ برید له امله  د مړو شمیره لوړه شوه

ترکیې د پاکستان د مشرانو جرګې په مرستیال خونړی برید په کلکو ټکو وغنده

731383
د پاکستان  د مشرانو جرګې د مرستیال د موټرو په کتار  د ځانمرګي‌ برید له امله  د مړو شمیره لوړه شوه

د پاکستان  د مشرانو جرګې   د مرستیال عبدالغفور حیدري‌ د موټرو په کتار  د ځانمرګي‌ برید له امله  د مړو  شمیره  لوړه شوه.

تیره ورځ  د پاکستان  د بلوچستان ایالت  د مستونګ  په سیمه کې  د مشرانو جرګې  د مرستیال  عبدالغفور حیدري‌ د موټرو په کتار ځانمرګی برید وشو.

برید هله رامنځته شوه چې  مولانا عبدالغفور حیدري‌ د خپلو ملګرو سره  یو ځای په یوې  مدرسه کې  د دستار بندۍ  په  مراسمو کې د ګډون نه وروسته  خپل  کور پر لورې  روان وو. 

د بلوچستان د مستونګ پولیسو خبري‌ رسنیو ته ویلي‌  دې  برید د ځانمرګي‌ لخوا شوی دی  او د برید  هدف  مولانا عبدالغفور حیدري‌ وو. پولیسو ویلي‌ دي‌ چې  په برید کې  لږ تر لږه  ۲۵ تنه  مړه  او  ۴۲ تنه  نور ټپیان شوي‌ دي. د ټپیانو نه د بعضو روغتیايي‌ حالت ښه ندی.

د پولیسو په وینا  په برید کې  مولانا حیدري‌  ټپي‌ شوی دی  او ګڼ شمیر ملګري‌ وژل شوي‌ دي.

چاودنه  دومره زوروره  وه  چې غږ  يي  په ډیرو لرو  پرتو سیمو کې  اوریدل شوی دی .

د پیښې ټپیان  د مستونګ په روغتونونو کې  د درملنې لاندې  نیول شوي‌ دي. د ټپیانو نه  د بعضو روغتیايي حالت  ښه  ندی.

د بله پلوه  د پاکستان لومړي‌ وزیر، د کورنیو چارو وزیر، د بلوچستان لومړی‌ وزیر نواب ثناالله زهري، د پنجاب لومړي وزیر  او د  پاکستان د خلکو د ګوند  مشر اصف علي زرداري‌ دا برید په کلکو ټکو  غندلی  دی. 

ترکیې  د پاکستان د مشرانو جرګې په مرستیال خونړی  برید  په کلکو ټکو غندلی دی . د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه په خپره کړې  خبرپاڼه کې  ویلي‌ دي‌ چې د بلوچستان  ایالت د مستونګ په سیمه کې  د مشرانو جرګې په مرستیال مولانا عبدالغفور حیدري‌ د موټر په کتار  ترهګری  برید  چې له امله يي  ۲۵ تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی په کلکو ټکو غندو. ترکیه  د پاکستان د دولت او ملت نه  ملاتړ ته  دوام ورکوي‌ او ددې هیواد ترڅنګ  دی.

په خبرپاڼه کې  راغلي‌ دي‌ چې  ترکیه  ددې پيښې  قربانیانو ته  د الله د دربار څخه  د رحمت او مغفرت، ټپیانو ته  د عاجلې‌ شفاء، د قربانیانو کورنیو او د پاکستان  خلکو ته  د جمیل صبر غوښتنه کوي.



اړوند خبرونه