د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د بیت المقدس  په اړه په جوړه شوې غونډه کې وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان پر اسراییلو  د نیوکې سره وویل  چې  د قانون او نړۍوالو حقوقو نه سرغړونې ته دوام وکوي.

728197
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د بیت المقدس  په اړه په جوړه شوې غونډه کې وینا وکړه.

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د بیت المقدس  په اړه په جوړه شوې غونډه کې وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان پر اسراییلو  د نیوکې سره وویل  چې  د قانون او نړۍوالو حقوقو نه سرغړونې ته دوام وکوي. ولسمشر اردوغان د غونډې د ګډونوالو نه پوښتنه وکړه چې تاسې پوهیږۍ چې اسراییل  دا طاقت او قوت له کومه ترلاسه کوي؟ ددې مسلې یواځنی لامل نړۍواله ټولنه ده. د اسراییلو په اړه د نړۍوالې ټولنې چلند او دریځونه دي.

ولسمشر اردوغان  د بیت المقدس د نړۍوال وقف لخوا  په استانبول کې  جوړه شوې  غونډې ته وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان  خپله وینا  د فلسطین  خلکو ته  په سلام او دعاګانو  پيل وکړه. ولسمشر اردوغان وویل « له دې ځایه  ۸ میلیونو تنو فلسطیني ورورنو او خویندو ته  خپل سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم. دعا ورته کوم. ټولو  هغه  کسانو ته  د فلسطین اړوند د بې عدالتیو او ظلمونو پر خلاف  غږ  اوچت کړی  او اوچتوي يي سلامونه وړاندې کوم. د بیت المقدس په خاطر  مبارزه کوونکو  ټولو  د وجدان خاوندانو ته  خپل سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم. بیت المقدس  د دریو اسماني  دینونو لپاره  سپڅلی  ښار  دی.»

هغه وویل چې  بیت المقدس  د بشریت د تاریخ ټاټوبی  دی.د پیغمبرانو  ښار  بیت المقدس  د ټول  مسلمانانو لپاره  حرم العزت  او ناموس  دی. پدې ښه پوهیږم چې د بیت المقدس د اشغال هره  ورځ په هر  مسلمان  ډيره  سخته تیریږي.

د بیت المقدس نه دفاع  او  پدې اړه  د حساسیت  ښودل د هر مسلمان  دنده  او مسئولیت دی. د بیت القمدس  دعوا  یواځې  د فلسطینیانو  دعوا نده  بلکې د ټول عالم  اسلام ګډه دعوا ده. د بیت المقدس په خاطر  د فلسطینیانو مبارزې او مجادلې نه ملاتړ کوو  . په بیت المقدس کې  یو ځل بیا  د سولې ، ثبات، امنیت او امن  د ټینګولو په خاطر  د خپل وس او توانه پورې هلې ځلې کوو.

ولسمشر اردوغان په مسلمانانو  د مسجدالاقصی  نه  لیدنه وکړۍ غږ وکړ. هغه وویل چې مونږ  باید ژر ژر  او د هر فرصت په پیدا کولو سره  د مسجدالاقصی نه لیدنه وکړو. پدې برخه کې مونږ  ډیر ضعیفه یو. هغه وویل  په اسلامي هیوادونو کې تر ټولو زیات د ترکیې نه  مسجدالاقصی ته سفرونه  شتون لري  خو  دا کافي ندي. هغه وویل  سره ددې چې ترکیه  پدې برخه کې  لومړی مقام لري خو بیا هم  دا کچه ډیره ټیټه ده. د ترکیې نه په کال کې ۲۶ زره تنه  د مسجدالاقصی نه لیدنه کوي . هغه وویل چې  په اصل کې په سلګونو زره تنه بیا  لاړ شي او د مسلمانانو لومړنۍ قبلې زیارت وکړي.

ولسمشر اردوغان وویل چې پدې برخه کې هیڅډول بهانه د منلو وړ نده  . خامخا  باید  لاړ شو او د مسجدالاقصی نه لیدنه وکړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې  تاسې وګورۍ  اسراییل  هڅه کوي چې بیت المقدس کې مسلمانان  کم رنګه کړي. دا ښار د مسلمانانو نه پاک کړي. خو هیڅوک هم  د حقوقو  نه لوړ ندی. اسراییلو  د لسګونو کلونو راهیسې  د بیت المقدس  او فلسطین په مسله کې  نړۍوال حقوق  د خپو لاندې کوي. ددې خبري اصلي لامل  څه دی؟ ایا  اسراییل دا طاقت او توان له کومه کوي؟ اسراییل پدې ښه پوهیږي چې  څوک  نشته چې ترینه پوښتنه وکړي. اسراییل عام وژنې کوي  او ټول پرې سترګې پټوي. هغوې وايي په نړۍ کې د پوښتنې څوک نشته  څه چې کوۍ هغه کوۍ. هر هغه  طاقت او قوت  چې  د کړو ظلمونو او خطاګانو جزا ونه ویني  هغه نور هم  لیونی کیږي  او لا زیات ظلمونه کوي.

د همدې امله  په فلسطین کې د اسراییلو ظلمونه د هرې ورځې په تیریدو مخ په لوړیدو دي.

ددې ټولو یواځنی  لامل  نړۍوال ټولنه  ده. لکه څرنګه چې مې مخکې هم  یادونه وکړه  اسراییل  دا طاقت او توانه له کومه کوي؟ دا  د نړۍوالې ټولنې نه  ترلاسه کوي. هیڅوک يی په مقابل کې غږ نه اوچتوي د همدې امله  څه چې زړه غواړي هغه کوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې یواځې په ۲۰۱۶ کال کې ۱۴ زره افراطي یهودان په زرو سره  مسجدالاقصی ته ننوتي دي. هغه وویل چې  هر سړی باید د فلسطین په مسله کې حساسیت  ښکاره کړي. د فلسطین د روانې ستونزې یواځنۍ لار  خپلواکه دولت  دی.

ولسمشر اردوغان  د اسراییلو په پارلمان کې په لوړ غږ په اذان د بندیز لګولو اړوند  د قانون د مسودې نه یادونه وکړه او وویل چې دا  د شرم  ځای دی. زه  په ټولو غږ کوم چې  ولې ډاریږۍ. هغه وویل چې پدې اړه يي  د اسراییلو د ولسمشر سره  خبرې کړي دي.

هغه وویل چې  اسراییلو نن ورځ  د فلسطین خاوره  په سر خلاصي  زندان بدله کړې ده.

ولسمشر اردوغان یو ځل بیا  د فلسطین په خلکو د یووالي ، اتحاد او اتفاق غږ وکړ. هغه وویل  مونږ غواړو چې د فلسطین خلک د یو چت لاندې  او یو موټی  وګورو. ولسمشر اردوغان وویل چې د حماس د ډلې د نوو ګامونو نه  هر کلی کوو. د حماس  نوی چلند او سیاست به د ډیرو شومې لوبې خرابې کړي وي. د فلسطین د خلکو یووالی او اتحاد  ددې هیواد د ازادۍ دعوا  او مبارزه لا پسې قوي کوي.    



اړوند خبرونه