هندوستان ته د اردوغان رسمي سفر
د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د لوى پلاوي سره هندوستان ته تللى تر څو د نوموړي هېواد د مقاماتو سره د دوه اړخيزو اړيكو د پراختيا پر لارو چارو خبرې وكړي.
د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د لوى پلاوي سره هندوستان ته تللى تر څو د نوموړي هېواد د مقاماتو سره د دوه اړخيزو اړيكو د پراختيا پر لارو چارو خبرې وكړي.
اردوغان د هندوستان د لومړي وزير نرېندرا مودي سره په ګډه خبري غونډه كې د ګډون پر مهال وويل چې د ترهګرۍ په برخه كې د هندوستان سره همغږي يو. ترهګر به حتماً په هغو وينو كې ډوب شي چې دوى توى كړي دي. هېڅكله به دا اجازه ورنكړو چې ترهګرې ډلې زموږ اراده اسيره كړي.``
اردوغان زياته كړه چې ``موږ پدې باور لرو چې نړيواله سوله او ثبات يواځې د عادل سيستم پر اساس رامنځته كېدلى شي. عدالت هغه مهال ټېنګېدلى شي چې نړيوالې ادارې په عادلانه توګه تنظيمې شي. په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا په جوړښت كې بايد ژرتر ژر اصلاحات راشي. د بېلګې په ډول د هندوستان په څېر يو هېواد چې ۱ ميليارد او ۳۰۰ ميليونه نفوس لري، د امنيت په شورا كې غړيتوب نه لري. څوك ويلاى شي چې دا شورا عادله ده. اسلامي نړۍ چې ۱ ميليارد او ۷۰۰ ميليونه نفوس لري د امنيت په شورا كې استازى نه لري. اوسمهال د ټولې نړۍ تقدير يواځې د پينځو هېوادونو په لاس كې دى. د لومړۍ او دويمې نړيوالې جګړې د شرايطو پر مهال رامنځته شوى سيستم نشي كولاى چې د ټولو استايتوب وكړي. ``
اردوغان همداراز چې نن د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګه والو په يوې ګډې غونډې وينا اوروله وويل چې د تركيې – هند ترمېنځ د اقتصادي اړيكو د پراختيا په موخه بايد ګامونه پورته شي. دواړه هېوادونه بايد خپله سوداګري د تركيې لېرې او هندي كلدارو د پولي واحدونو په واسطه ترسره كړي.
اردوغان زياته كړه چې د ګرځندوى په ډګر كې هم متقابله همكاري پيل شي. د نوموړي په وينا اوسمهال يو زيات شمېر هندي كورنۍ په استانبول كې د خپلو ودونو مراسم ترسره كوي. تمه كيږي چې دا بهير همداسې دوام ومومي.