خپل ملګرى يې ځكه ووژلو چې د ډوډۍ پېسې يې ولې وركړې!

په استانبول كې يو تن خپل نږدې ملګرى ځكه ووژلو چې په يو رستورانت كې يې په ګډه د ډوډوۍ تر خوړولو وروسته د پېسو په وركولو اصرار كړى وو.

721724
خپل ملګرى يې ځكه ووژلو چې د ډوډۍ پېسې يې ولې وركړې!

 

په استانبول كې يو تن خپل نږدې ملګرى ځكه ووژلو چې په يو رستورانت كې يې په ګډه د ډوډوۍ تر خوړولو وروسته د پېسو په وركولو اصرار كړى وو.

دا پېښه د استانبول د بكر كوى په سيمه كې پېښه شوې ده.

پوليس هغه مهال هك حيران شول چې د قاتل تر نيولو وروسته نوموړي اعتراف وكړ چې وژل شوى شخص يې ملګرى دى او دى ورته ځكه په قهر شوى دى چې په رستورانت كې يې د ډوډوۍ پېسې وركړې.

دا شخص چې ادريس الاكوش نوميږي پوليسو ته ويلي دي چې د خپل ملګري حسن اېرديمير سره په يو رستوارنت كې د ډوډوۍ تر خوړولو وروسته يې پدې لانجه شوه چې د ډوډوۍ بېل بايد زه وركړم.

ادريس تر لفظي شخړې له رستورانته ووتلو او څو شېبې وروسته د تمانچې سره بېرته راغلى. نوموړي لومړى خپل هغه ملګرى وويشت چې دده پېسې ېې وركړې وې او بيا يې هغه دوه كسان هم وويشتل چې ډوډۍ يې خوړله.



اړوند خبرونه