ترکیې ترهګرو ته ډیر ستر ګوزار ورکړ

ترکیې د عراق په شمال او د سوریې په شمال ختیځ کې د ترهګرو په مرکزونو د بریدونو سره د ترهګرو نه وار خطا کړې دی

720432
ترکیې  ترهګرو ته  ډیر ستر ګوزار ورکړ

د ترکیې وسله وال پوځ  تیره ورځ  د عراق په شمال کې  د سینجار او د سوریې په شمال ختیځ کې د قره چوک په سیمه  د هوايي بریدونو په ترڅ  کې پې کاکا ترهګرې ډلې ته د اړولو  ځاني زیانونو شمیره  اعلان کړه.

د وسله وال پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  د عراق په شمال کې د سینجار په سیمه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې په پټنځایونو او مرکزونو  د هوايي برید په ترڅ کې  لږ تر لږه  ۴۰ تنه  ترهګر  او د سوریې په شمال ختیځ کې  د بریدونو په ترڅ کې تر ۳۰ ډیر ترهګر وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  د هیواد او ملت د یووالي  او امنیت   په  دښمنانو  د پې کاکا  ترهګرې ډلې د ځالو او پتنځایونو  د لمنځه وړو په خاطر  د نړۍوالو حقوقو  او د ځان نه د دفاع په چوکاټ کې  د ۲۰۱۷ کال د اپریل د ۲۵ مې نیټې  د شپې په ۲ بجو  د عراق د سینجار  او د سوریې د قره چوک  په سیمو کې  د ترسره شوو هوايي بریدونو سره  د دښمن  ځالې له منځه وړل شوي دي.

د بیلابیلو سرچینو او استخباراتو نه  د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې هوايي عملیاتو کې د عراق د سینجار په سیمه کې  د پې کاکا ترهګرې ډلې  اړوند قرارګاه مرکزونه، د وسلو او مهماتو ډیپوګان  او مخابراتو  مرکز  په کامله توګه له منځه وړل شوي دي. پدې عملیاتو کې  لږ تر لږه  ۴۰ تنه ترهګر  وژل شوي دي.

همداشان  د سوریې په شمال ختیځ کې د قره چوک  په غره کې هم  تر ۳۰ ډیر ترهګر  وژل شوي  ، مخابراتي سیستم، د وسلو او مهماتو ډیپوګان او قرارګاه يي  له منځه وړل شوې ده . ددې عملیاتو سره  په سیمه کې د دښمن  مورال  صفر شوی دی.



اړوند خبرونه