د روسیې ولسمشر د ټولپوښتنې له امله ولسمشر اردوغان ته مبارکي وویله

د روسیې  ولسمشر ولادیمیر پوتین  د اپریل د ۱۶ مې د ټولپوښتنې  د بري له امله  ولسمشر رجب طیب اردوغان ته  مبارکي وویله.

715724
د روسیې ولسمشر د ټولپوښتنې له امله ولسمشر اردوغان ته مبارکي وویله

د روسیې  ولسمشر ولادیمیر پوتین  د اپریل د ۱۶ مې د ټولپوښتنې  د بري له امله  ولسمشر رجب طیب اردوغان ته  مبارکي وویله.

د ولسمشرۍ ماڼۍ  د معلوماتو له مخې  ،د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ولسمشر اردوغان سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. د روسیې ولسمشر  د اساسي قانون د تعدیل په موخه د اپریل په ۱۶ مه د ترسره شوي  ټولپوښتنې  له امله  ولسمشر اردوغان ته مبارکي وویله.

پدې ټیلیفوني خبرو کې  د دوه اړخیزو اړیکو  سربیره  د سوریې په روانو حالاتو  او اوربند  په مسلې هم خبرې وشوې.

ولسمشر اردوغان په سوریه کې  د اوربند د ټینګښت په خاطر  د روسیې سره په ګډه د هلو ځلو  غوښتنه وکړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې  د روسیې د ولسمشر سربیره  د سلوانیا  ولسمشر، د مقدونیه ولسمشر، د البانیا لومړي وزیر  او د لبنان لومړي وزیر په ټولپوښتنه کې د بري له امله ولسمشر اردوغان ته مبارکي وویله.

همداشان د عراق په شمال کې د کورانو د فدرالي  ادارې  مشر مسعود برزاني  ولسمشر اردوغان  او لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  ته  په جلا جلا توګه  مبارکي وویله.



اړوند خبرونه