اردوغان ته ټرمپ د مباركۍ پيغام!

د امريكا ولسمشر ډانلډ ټرمپ  خپل تركي سيال رجب طيب اردوغان ته په ټولپوښتنه كې د بري امله مباركي وويله.

715459
اردوغان ته ټرمپ د مباركۍ پيغام!

 

 د امريكا ولسمشر ډانلډ ټرمپ  خپل تركي سيال رجب طيب اردوغان ته په ټولپوښتنه كې د بري امله مباركي وويله.  

ټرمپ تېره شپه د ولسمشر اردوغان سره د ټيلفون پر كرښه د خبرو اترو په ترڅ كې د مباركۍ تر څنګ زياته كړه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ به اوږدمهاله همكاري دوام ومومي.

په تركيه كې د ولسمشرۍ د ماڼۍ د خبري سرچينو د معلوماتو پر اساس ټرمپ زياته كړه چې دواړه هېوادونه په راتلونكې كې د پراخې همكارۍ په برخه كې همكفره دي.

ولسمشر اردوغان په سوريه كې د بشار اسد د رژيم لخوا د كيمياوي وسلو تر بريد وروسته د امريكا لخوا د توغنديو له بريده هم هركلى وكړ.

د ټرمپ سربېره د نړۍ د يو زيات شمېر هېوادونو مشرانو هم د ټېلفوني اړيكو له لارې ولسمشر اردوغان ته د برياليتوب له امله مباركي ويلې ده.


پيوندونه: #اردوغان , #ټرمپ

اړوند خبرونه