دونالد ټرامپ ولسمشر اردوغان ته مبارکي وویله
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ ولسمشر اردوغان ته د اپریل د ۱۶مې په ټولپوښتنه کې د بري له امله مبارکي وویله.
![دونالد ټرامپ ولسمشر اردوغان ته مبارکي وویله](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/65cf/2b8f/2624/58f53bf2d945b.jpg?time=1719223772)
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ ولسمشر اردوغان ته د اپریل د ۱۶مې په ټولپوښتنه کې د بري له امله مبارکي وویله.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې د امریکا ولسمشر ټرامپ تیره شپه ولسمشر اردوغان ته د اساسي قانون د تعدیل په موخه په ترسره شوي ټولپوښتنه کې د بري له امله د ټيلیفون په کرښه مبارکي وویله.
د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د امریکا ولسمشر ښاغلي ټرامپ د ماښام په ساعتونو کې د ولسمشر اردوغان سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. ښاغلي ټرامپ پدې ټیلیفوني خبرو کې ولسمشر اردوغان ته د اپریل د ۱۶ مې په ټولپوښتنه کې د بري له امله مبارکي وویله. پدې ټیلیفوني خبرو کې د سوریې په مسلې، د اسد رژیم لخوا د اپریل په څلورمه په سوریه کې د کیمیايي وسلو د برید او د امریکا لخوا په سوریې د بریدونو په مسلو هم خبرې وشوې. ټرامپ د داعش پر خلاف په مبارزه او په سوریې د بریدونو په اړه د امریکا د ملاتړ په خاطر د ولسمشر اردوغان نه مننه وکړه.
دواړو مشرانو ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې په سوریه کې د روانو ټولو ناخوالو یواځنی مسئول بشار اسد دی.
ترکېې او امریکا د داعش په ګډون د ټولو ترهګرو سازمانونو پر خلاف په مبارزه کې په لا زیاتې همکارۍ ټینګار وکړ.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719223772)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719223772)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله