د تركيې يوې نظامي چورلكې سقوط وكړ.
د تركيې په ختيځ كې د تونجلي د ولايت په مربوطاتو كې ددې هېواد د پوليسو اړوند يوې چورلكې سقوط كړى دى.
د چارواكو د معلوماتو له مخې نن سهار په ځايي وخت ۱۱:۴۰ بجو د تونجلي د ولايت د پولومور د ولسوالۍ په مربوطاتو كې د پوليسو د سپرلۍ د يوې چورلكې سره تر الوتنې لس دقيقې وروسته اړيكې وشلېدلې.
په سيمه كې د هوا د ناسمو شرايطو له امله الوتكه لوېدلې ده.
په الوتكه كې د پوليسو اوه تنه پرسونل، يو تن قاضي، يو نظامي افسر او درې تنه كار كوونكي سپاره ول. د چورلكې د سپرۍ د عاقبت په اړه كره معلومات نشته دى خو د وروستيو معلوماتو له مخې د چورلكې يوې سپرۍ د تركيې د امبولانس د عاجلې شمېرې سره اړيكي ټينګې كړي او ويلي يې دي چې يو شمېر كسان ټپيان شوي دي.
د بله پلوه ژغورنكې ډلې د چورلكې د سقوط ځاى تثبيت كړى او سيمې لور ته يې حركت كړى دى.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.