په ترکیه کې د تیرې ورځې د ټولپوښتنې  پایلې  اعلان شوې .

د ترکیې خلکو د تیرې ورځې په ټولپوښتنه کې د اساسي قانون تعدیل او حکومتي سیستم بدلون د رایو په اکثریت سره قبول کړ

714100
په ترکیه کې د تیرې ورځې د ټولپوښتنې  پایلې  اعلان شوې .

په ترکیه کې د تیرې ورځې د ټولپوښتنې  پایلې  اعلان شوې .

د غیرې رسمي  اعلان شوو پایلو له مخې  په ترکیه کې د اساسي قانون د ۱۸ مادو تعدیل  په خاطر  په ترسره شوې ټولپوښتنه کې  ۵۱ عشاریه ۴ سلنې    د موافقو  یا  ( هو )  رایې سره  قبول شو. د تیرې ورځې په ټولپوښتنه کې بیا  ۴۸ عشاریه ۶ سلنه خلکو منفي  یا د ( نه )  رای کارولې ده .

په ترکیه کې د تیرې ورځې په ټولپوښتنه کې د خکلو د ګډون کچه  ۸۵ عشاریه ۵ سلنه وه. په ترکیه کې تر ۵۵ میلیونو تنو ډیرو  واجد د شرایطو کسانو  ۸۵ عشاریه ۵ سلنه  په ټولپوښتنه کې ګډون کړی دی.

د اعلان شوو شمیرو له مخې  د تیرې ورځې په ټولپوښتنه کې  د اساسي قانون د تعدیل او حکومتي سیستم  د بدلون  نه  تر ټولو  قوي ملاتړ  د بایبورت ولایت خلکو  کړی دی. همداشان  تر ټولو قوي مخالفت بیا  د تونجعلي  ولایت خلکو ښودلی دی.

په بایبورت ولایت کې  په ټولپوښتنه کې تر ۸۰ سلنه ډیرو خلکو موافقه رای کارولې ده. همداشان په تونجعلي ولایت کې بیا تر ۸۰ سلنه ډیرو خلکو بیا مخالفه رای کارولې ده .

د هیواد نه بهر د میشتو نږدې  ۳ میلیونو تنو واجد د شرایطو د رای ورکوونکو نه  ۴۸ سلنې  پدې ټولپوښتنه کې ګډون کړی دی.

د هیواد نه بهر میشتو ترکانو نه  ۵۹ سلنې  بیا  موافقه  رای  او پاتې  ۴۱ سلنې بیا مخالفه رای کارولې ده.

د ترکیې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون  ریس  سعدي ګوون  د غیرې رسمي  پایلو د اعلانیدو نه وروسته  خبري غونډې ته وویل «  په ټولپوښتنه کې  ۲۴ میلیونه ۷۶۳ زره  او ۵۱۶ تنو هیوادوالو  موافقه  او ۲۳ میلیونه ۵۱۱ زره او ۱۵۵ تنو هیوادوالو مخالفه رای کارولې ده . دې پایلو ته په کتو سره  اکثریت هیوادوالو  د موافقې  یا  هو  رایې په کارولو سره  د اساسي قانون په ۱۸ مادو کې  تعدیل  منلی  دی.

هغه وویل چې  رسمي پایلې  به  د  ۱۲ ورځو په دننه کې  اعلان شي. پدې موده کې به  د ټاکنو د پایلو په اړه  په شوو اعتراضونو غور وشي.

هغه وویل  هغه  رایې چې  په پاکټونو يي  د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ټاپه شتون  نلري  هم  د ځینو  تخنیکي ستونزو له امله  ددوې لپاره د منلو وړ دي. هو که چیرې  دا خبره په اثبات ورسیږي چې دا رایې  د بهر نه راوړل شوي دي  پدې صورت کې به  فسخه اعلان شي. هغه زیاته کړه چې  د ځینو تخنیکي ستونزو له امله پریکړه شوې ده چې  هغه رایې ومنل شي چې په پاکټونو يي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او سیاسي ګوندونو د ناظرینو  ټاپې شتون نلري. دا لومړی ځل ندی چې دا ډول پریکړه کیږي. پدې اړه  په ټولو اعتراضونو هم  غور کیږي. که چیرې  هر چا دا خبره په اثبات ورسوله چې دا رایې  د بهر نه راوړل شوي دي  سمدلاسه به  غیرې قانوني  اعلان شي  .

هغه زیاته کړه چې  دا پریکړه مخکې ددینه چې د رایو په شمیرنې پیل وشي  د بعضو تخنیکي ستونزو له امله  د ټاکنو د خپلواک کمیسیون  د غړیو د رایو په اکثریت شوې شوې ده .   


پيوندونه: #ترکیه , #ټولپوښتنه

اړوند خبرونه