د ټولپوښتنې له بري وروسته د اردوغان لومړنۍ څرګندونې

ولسمشر رجب طيب اردوغان په تركيه كې د اساسي قانون د تعديل د ټولپوښتنې د نا رسمي پايلو وروسته خلكو ته د وينا په ترڅ كې وويل چې تركي ملت د خپلې راتلونكې نه دفاع وكړه.

714070

اردوغان څرګنده كړه چې شاوخوا ۲۵ ميليونه رايه اچوونكو له نوي سيستمه ملاتړ كړى دى. تركيې پدې ډول ثابته كړه چې د هر ډول ستونزو او كړكېچ نه په برياليتوب سره د وتلو وړتيا لري.

اردوغان وويل چې نن ( د اپرېل ۱۶مه) د تركيې د دولتي سيستم د بدلون په برخه كې خلكو مهمه پرېكړه وكړه. د اساسي قانون د ۱۸ مادو د تعديل سره به د پام وړ بدلونونه رامنځته شي.

د تركيې په اساسي قانون كې د تعديل په پايله كې د هېواد پارلماني سيستم په رياستي سيستم بدل شو. سربېره پر دې يو لړ نور بدلونونه هم رامنځته شول.  د بېلګې په ډول د تركيې د پارلمان د غړو شمېره د ۵۵۰ نه ۶۰۰ ته لوړه شوه. همداراز د پارلمان د وكلالت لپاره د عمر شرط ت ۲۵ كلونو نه ۱۸ كلونو ته راټيټ شو.

پدې ټاكنو كې د تركيې په پارلمان كې د دولت باغچه لې په مشرۍ د ملتپاله غورځنګ ګوند هم د اساسي قانون له تعديله ملاتړ كړى وو.

اړوند خبرونه