ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر سره خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

712327
ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر سره خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

پدې ټیلیفوني خبرو کې تر ټولو ډیر  د سوریې په مسلې خبرې وشوې. ولسمشر اردوغان  د سوریې د ادلب په ښار کې په ملکي وګړو د کیمیایي وسلو د برید د څیړولو غوښتنه وکړه. همداشان  دواړو مشرانو د سوریې د جوړجاړي  لپاره  د جینیوا  او استانې د کنفرانسونو په دوام  تفاهم وکړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ  د معلوماتو له مخې  پدې ټیلیفوني خبرو کې د سوریې  د مسلې  سربیره  د سیمې او نړۍ په مهمو پرمختګونو او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وشوې.

دواړو مشرانو د سوریې د روان کړکیچ د حل په خاطر د ترکیې او روسیې د لا زیاتو هلو ځلو  په مسلې ټینګار وکړ. همداشان  په سوریه کې اعلان شوی اوربند  ټول هیواد ته د خوریدو  په اهمیت ټینګار وشو.

ولسمشر اردوغان  د سوریې د ادلب په ښار کې په ملکي وګړو د ترسره شوو کیمیايي وسلو برید په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه. ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې  په ملکي وګړو د کیمیايي وسلو کارول  ستر انساني او بشري  جرم  دی.

دواړو مشرانو  د یو خپلواک سازمان لخوا د نوموړو بریدونو په اړه د تحقیقاتو په مسلې تفاهم وکړ.

د ترکیې او روسیې د ولسمشرانو په ټيلیفوني خبرو کې  د دواړو هیوادونو د اړیکو د لا قوي کولو  په مسلې ټینګار وشو.

د دواړو هیوادونو ترمنځه  د اقتصادي او تجاري اړیکو د پرمختګ پر وړاندې د پرتو ټولو خنډونو او محدودیتونو  د لرې کولو  په مسلې ټینګار وشو. دواړو مشرانو د ژر ژر تماس نیولو په مسلې هم  تفاهم وکړ.



اړوند خبرونه