اردوغان : ترکیه  د ترهګرۍ په مسله کې اصلي مبارزه  د پردې تر شا  د طاقتونو سره  کوي.

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې ترکیه  د ترهګرۍ په مسله کې اصلي مبارزه  د پردې تر شا  د نړۍوالو طاقتونو سره  کوي.

711640
اردوغان : ترکیه  د ترهګرۍ په مسله کې اصلي مبارزه  د پردې تر شا  د طاقتونو  سره  کوي.

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې ترکیه  د ترهګرۍ په مسله کې اصلي مبارزه  د پردې تر شا  د نړۍوالو طاقتونو  سره  کوي.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  په استانبول کې  د سینان ایردم  د سپورت په سالون کې  د ملي ارادې د پلاټ فورم لخوا  د جولای د ۱۵ مې د شهیدانو د کورنیو او غازیانو په خاطر په جوړه کړې  غونډه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان  دلته په خپله وینا کې وویل چې « د سترو ملتونو  امتحانونه هم  ډیر ستر  او مشکل وي، جدي پریکړې  خامخا  لوی بدلونه لري. »

ولسمشر اردوغان  زیاته کړه چې  نن ورځ په نړۍ کې  ځیني طاقتونه نه غواړي چې ترکیه  د نړۍ سره  ښې اړیکې ولري. په نړۍ کې قوي ترکیه زغملی نشي.

هغه زیاته کړه  ترک  ملت  د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موادي دولت  لخوا  د ترسره شوې کودتا په مقابل کې  داسې  میړانتیا وښوده چې په نړۍ کې ساری لیدل شوی ندی. زه پوره باور لرم چې دا ملت به  هغه برخو ته  چې د ترهګرو نه  د ملاتړ په خاطر  د اساسي قانون د بدلون په خاطر د اپریل په ۱۶ مه  په ترسره کیدونکې ټولپوښتنه کې  هم  غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

ولسمشر اردوغان  ددې خبرې په ټینګار وویل چې بعضې  اروپايي هیوادونو په ښکاره توګه  د ترهګرو سازمانونو سره  لاس یو کړی دی او په ترکیه کې د اپریل ۱۶ مې ټولپوښتنې د ناکامیدو په خاطر  کمپاینونه او فعالیت ترسره کوي. دوی  نه غواړي چې د ترکیې په اساسي قانون کې بدلون راشي. دوې د روښانه راتلوونکې  خاوند او قویه ترکیه نه غواړي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه  د ترهګرو سازمانونو پر خلاف  د قوي عظم او ارادې سره  مبارزې ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړه چې د ترهګرۍ په مسله کې  اصلي مبارزه  د پردې شا  د نړۍوالو ځواکونو سره  کوو. په جرمني ، بلجیم، هالنډ ، سویس او سویډن کې  دې نړۍوالو قوتونو سره  مبارزه کوو. هر هغه څوک چې  زمونږ  بهرنیو چارو وزیر الوتکې کیناستو ته  اجازه نه ورکوي، د ترکیې د کورنۍ د ټولنیزو سیاستونو وزیرې ته د ترکیې سیاسي نماینده ګۍ ته د ننوتو اجازه نه ورکوي  او په خپل موټر کې حپسوي  او د یوې ښځې سره  پدې ډول چلند کوي  او بیا  د ښځو د حق او حقوقو په اړه سورې او نارې وهي دوې په اصل کې  د مدنیت او اسنانیت نه نصیب ندی اخیستی . پدوې کې د ذرې په اندازه  مدنیت او انسانیت  شتون نلري.

دا  هغه ځناور  دي چې یواځې یو غاښ يي پاتې  دی. ددوې په منځ کې مدنیت په نامه  کوم شی  شتون نلري.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د پې کاکا ترهګره  ډله په ترکیه کې  د ۱۹۸۴ کال راهیسې د بې ګناه او مظلومو انسانانو وژنو ته دوام ورکوي. دې ترهګرې ډلې پدې موده کې تر ټولو  ډیر  پخپله  کوردان  وژلي دي.

هغه  زیاته کړه چې  د اپریل ۱۶ مې ټولپوښتنه په عینې وخت کې  زمونږ  د کورد ورونو لپاره هم  یو ستر امتحان دی. اوس  څوک  دوې  ګواښلی  او ډارولی نشي. د ترکېې وسله وال ځواکونه ، پولیس  او ملیشه ځواکونه  د هیواد په سویل او سویل ختیځو سیمو کې  ترهګرو سره  داسې  غاښ ماتونکی ځواب ورکړی چې لاره يي ترینه ورکه کړې ده . د تیرو شلو میاشتو راهیسې په روانو عملیاتو کې  ۱۰۵۰۰ تنه  ترهګر وژل شوي دي.



اړوند خبرونه