چاووش اوغلو: د اسد رژیم اوس هم د کیمیايي وسلو د بریدونو توان لري

چاووش اوغلو : د سوریې خلک اسد نه غواړي. پډې ټول ډیر ښه پوهیږي.

710029
چاووش اوغلو: د اسد رژیم  اوس هم  د کیمیايي وسلو د بریدونو توان لري

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو  وویل چې  د سوریې رژیم  اوس هم  کیمیايي  وسلو  د بریدونو  توان  او ظرفیت لري.

هغه دا څرګندونې په ایټالیا  کې  چې  د جي ۷ سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون  په خاطر تللی دی وکړې.

چاووش اوغلو  زیاته کړه چې ټوله نړۍ پدې ښه پوهیږي چې د سوریې خلک  موجود رژیم  نه غواړي.

د اسد رژیم  یواځې د کیمیايي وسلو سره نه بلکې  د توپ، ټانک او جنګي الوتکو سره هم  د بې ګناه خلکو او مخالفینو  قتل عامونه کوي.  یواځې د کیمیايي وسلو نه بلکې د نورو وسلو سره  هم  د اسد د رژیم لخوا د وژنو مخه باید ونیول شي. همدا  د اسد رژیم دی چې اوربند ته غاړه نږدي. د اوربند  د  اعلانیدو نه راپدیخوا وخت ناوخته  اوربند  د خپو لاندې کوي.

هغه زیاته کړه چې د امریکا  د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن  د جي ۷ د غونډې نه وروسته  مسکو ته  سفر کوي. پدې لیدنه کې مو د هغه سره  په مسکو کې  د  لیدونو د اجندا په اړه خبرې وکړې.

چاووش اوغلو وویل «  ټول پدې ښه پوهیږي چې په سوریه کې د اسد د رژیم  د شتون په صورت کې سوله او امنیت راتلی نشي. د سوریې خلک اسد نه غواړي. هر څه ژر باید  انتقالي حکومت رامنځته شي. د جي ۷ په غونډه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په دوام ، د احتمالي خطراتو او مهمو مسلو په اړه خبرې وکړې. کیدای شي چې  اسد رژیم  یو ځل بیا په ادلب  بریدونه وکړي. مونږ  کره اسناد او شواهد  لرو چې د اسد رژیم  ډیرې زیاتې کیمیایي وسلې په اختیار کې لري. د کیمیايي وسلو د برید پوره توان او ظرفیت لري. د اسد په مسله کې باید روسیې ته قناعت ورکړ شي. په سوریه کې تر ټولو ښه حل لاره  سیاسي  حل لاره ده. »



اړوند خبرونه