اردوغان : ترکیه ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د نورو ترهګرو نه مرسته نه غواړي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل ددې په هیله چې روسیه او امریکا متحده ایالتونه په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې د څانګو پي وای ډي او وای پي جي سره همکارۍ ته دوام ورنکړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل ددې په هیله چې روسیه او امریکا متحده ایالتونه په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې د څانګو پي وای ډي او وای پي جي سره همکارۍ ته دوام ورنکړي.
ولسمشر اردوغان په امریکا او روسیې غږ وکړ « که چیرې د سوریې د رقه د ښار د بیرته نیولو په برخه کې د پي وای ډي او وای پي جي ترهګرو ډلو سره په ګډه د حرکت او عملیاتو ترسره کولو پلان ولرۍ ترکیه پدې عملیاتو کې ګډون نکوي. ترکیه د ترهګرو ډلو سره په ګډه حرکت کوي»
ولسمشر اردوغان وویل « مونږ غواړو چې امریکا او روسیه د ترهګرو ډلو سره په ګډه حرکت او همکاري ونکړي. ایا مونږ د سوریې نه د داعش ترهګرې ډلې د تصفیه کولو او شړولو توان نلرو؟ ایا مونږ دومره بې توانه یو چې د پي وای ډي ترهګرې ډلې نه د مرستې غوښتنه کوو؟
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د یو خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې وکړې. ولسمشر اردوغان پدې مرکه کې په سوریه کې د نوو عسکري عملیاتو مسلې ته اشاره وکړه.
هغه زیاته کړه چې په سوریه کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو د عسکري عملیاتو لومړنی پړاو سرته ورسید. دا عملیات به دوام پیدا کړي. لکه څرنګه چې پوهیږي د حشدالشعبي ترهګریز سازمان په عراق کې شتون لري. د بله پلوه ددې احتمال ډیر لوړ دی چې د عراق د سینجار سیمه په دویم قندیل سیمې باندې بدل شي. دا سیمه د پې کاکا ترهګرې ډلې په دویمې لویې قرارګاه باندې بدله شي. همداشان ځیني نړۍوال ځواکونه د سوریې منبیج سیمه کې د پي وای ډي ترهګرې ډلې د ځای په ځای کولو هڅه کوي. زمونږ درد او هدف په منبیج باندې د بیرغ رپول ندي. مونږ وایو چې منبیج مسله پر ځای پاتې ده څه ډول کیدای شي چې د رقه عملیات پیل شي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د رقه ښار د علمیاتو په اړه وروستۍ پریکړه نده شوې او په اړه يي مذاکرات دوام لري.
ولسمشر اردوغان د عراق د کرکوک په ښار کې د بیرغ د مسلې په سر د رامنځته شوي بحران په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « ټول پدې ښه پوهیږي چې د عراق کرکوک ښار د ترکمنانو ښار دی. د کوردانو لخوا پدې ښار د خپل بیرغ ځوړول او یا هر ډول فعالیت په اصل کې په ښکاره توګه اشغال دی. »
ولسمشر اردوغان د عراق په شمال کې د کوردانو په فدرال ادارې غږ وکړ چې ډیر غلط ګام مو پورته کړی دی. اوس هم سر د وخت دی خپله غلطي اصلاح کړئ.