ترکیه کې ۶۳ تنه  ناقانونه کډوال چې  اکثریت يي  افغانان دي ونیول شول.

د ترکیې د قهرمان ماراش په ولایت کې  ۶۳ تنه  ناقانونه کډوال چې  اکثریت يي  افغانان دي ونیول شول.

699520
ترکیه کې ۶۳ تنه  ناقانونه کډوال چې  اکثریت يي  افغانان دي ونیول شول.

 د ترکیې د قهرمان ماراش په ولایت کې  ۶۳ تنه  ناقانونه کډوال چې  اکثریت يي  افغانان دي ونیول شول.

د یاد شوي ولایت  د امنیې قومندانۍ  د معلوماتو له مخې  نوموړي  ناقانونه کډوال  چې د ناقانونه لارو څخه ترکېې ته راغلي وو او غوښتل يي چې اروپا ته لاړ شي  د امنیتي منسوبینو لخوا ونیول شول.

نوموړي کډوال  د قهرمان ماراش او غازي انتپ  ولایتونو په لویه لار کې نیول شوي دي.

د امنیې قومندانۍ ویلي دي چې د نیول شوو ۶۳ تنو کډوالو نه  ۵۰ تنه افغانان، ۸ تنه پاکستان  او ۵ تنه هم  د بورما  وګړي دي.

همداشان  ددې کډوالو سره سم  د هغوې  قاچاقبران   هم نیول شوي دي.

امنیي سرچینو ویلي دي چې  یاد شوي کډوال د ایران له لارې  په قاچاقي  ډول ترکیې ته راننوتي دي.

نیول شوي کډوال د څیړونو په خاطر  د امنیې قومندانۍ د بهرنیو وګړو څانګې ته  سپارل شوي دي.

د ویلو ده چې یاد شوي کسان به د څیړونو نه وروسته  د کډوال د بیرته ستنولو مرکزونو ته  ولیږدول شي.

نوموړو کډوالو  خبریالانو ته ویلي دي چې  د پور  په پیسو  تر دې ځای  رارسیدلي دي.

د اروپا د تګ  او په اروپا کې  د یو اندازه  ارامه او باامنه ژوند کولو خیال يي درلود. له بده مرغه چې  زمونږ  خوب  او خیال  دلته  پایته ورسید.



اړوند خبرونه