ترکیې  یو ځل بیا  د جرمني  د سفارت شاژدافیر  د بهرنیو چارو وزارت ته  احضار کړ.

ترکیې د جولای د ۱۵ د کودتا په اړه د جرمني د استخباراتو د مشر د څرګندونو په اړه سخت غبرګون وښود

696431
ترکیې  یو ځل بیا  د جرمني  د سفارت شاژدافیر  د بهرنیو چارو وزارت ته  احضار کړ.

ترکیې  یو ځل بیا  د جرمني  د سفارت شاژدافیر  د بهرنیو چارو وزارت ته  احضار کړ.

ترکیې د جرمني شاژافیر  د نوموړي هیواد  د استخباراتو  د مشر د هغه څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي وو  په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې کودتا په اړه  چې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا ترسره شوې  ده  زمونږ  قناعت حاصل شوی ندی د بهرنیو چارو وزارت ته  احضار کړ.

د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې  ویلي دي چې  د جرمني د استخباراتو مشر د څرګندونو  په غبرګون کې  د نوموړي هیواد  د سفارت  شاژدافیر  احضار شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  د کودتاچیانو اعترافات ، د کودتا نه یوه شپه  مخکې  د کودتاچیانو ترمنځه  د ترسره شوو  خبرو  کاپي ګانې، د ترکیې د اقنجي په عسکري هډه کې نیول شوي  د فتح الله ګولن د سازمان جګپوړي چارواکي  دا ټول  هغه  اسناد او شواهدي چې  دا ښايی چې کودتا  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا ترسره شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  یو زیات شمیر  غړي  چې د ترکیې د حکومت په چوکاټ کې  د څارنوالانو ، قاضیانو ، پولیسو او نورو مامورینو په توګه کار کولو  د جعلي  اسناد او شواهدو سره  په زرګونو تنه بې ګناه انسانان  زورولي  او د هیواد  ټول قوانین  يي د خپو لاندې کړي  دي  خو نن ورځ د جرمني لخوا ورته پناه ورکړل شوې ده .

د جرمني  د استخباراتو د ریس  څرګندونې  او د نوموړي هیواد لخوا د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان غړیو ته  د هر ډول فعالیت  او په نوموړي هیواد کې د ژوند کولو  د فرصت د ورکولو سره  دا ټولو ته  ښکاره کوي چې  جرمني  د یاد شوي ذهنیت نه په ښکاره ملاتړ کوي .


پيوندونه: #جرمني , #ترکیه

اړوند خبرونه