په ترکیه کې ۱۸۵ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

د ترکیې  د بالکیسیر او ازمیر په ولایتونو کې  په جلا جلا عملیاتو کې  ۱۸۵ تنه ناقانونه کډوال ونیول شو.

692551
په ترکیه کې ۱۸۵ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

د ترکیې  د بالکیسیر او ازمیر په ولایتونو کې  په جلا جلا عملیاتو کې  ۱۸۵ تنه ناقانونه کډوال ونیول شو.

د ترکیې  د بالکیسیر او ازمیر ولایت د پولیسو په وینا  پدې عملیاتو کې  د کډوالو سربیره د ۶ تنو بهرنیو په ګډون  ۱۳ تنه  قاچاقبران هم  نیول شوي دي.

د یادو شوو ولایتونو پولیسو ویلي دي چې  نیول شوي ناقانونه کډوال  د افغانستان، سوریې، عراق، مراکش ، کامرون  او سویلي افریقا  وګړي دي.

د انسان قاچاقبرانو نوموړي کډوال  د زرګونو ډالرو په بدل کې  ترکیې ته راوړي او د ناقانونه لارو څخه  يي اروپا ته  د تیرولو  هڅه کوله.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  پولیسو  یاد شوي کډوال پداسې حال کې ونیول چې د ولګې او تندې له امله هم  د مرګ د ګواښ سره مخامخ ول. نیول شوو کډوالو سره لومړی د خوراکي توکو  او جامو مرسته وشوه .

د نیول شوو کډوالو ډیری افغانان دي.

د نوموړو کډوالو سره  یوځای  پلاستیکي  کښتۍ  هم  نیول شوي دي.

د نیول شوو  انسان قاچاقبرانو نه  ۸ تنه يي  د محکمې په حکم  زندان ته  واستول شول.

پولیسو ویلي  دي چې  دوی  په بالکیسیر او ازمیر ولایت کې د ناقانونه کډوالو په اړه  چې غوښتل يي د سمندر له لاري یونان  ته  تیر شي  راپور ترسره کړ.

د راپور د ترلاسه کولو نه سمدلاسه وروسته  په عملیاتو پیل وشو چې په پایله کې ټول ناقانونه کډوال  او د هغوې قاچاقبران  لاس په لاس ونیول شول.

نیول شوي کډوال  د تحقیقاتو نه وروسته  د کډوال د بیرته ستنولو مرکزونو ته  سپارل شوي دي.

د انسان قاچاقبرانو غوښتل چې  نوموړي کډوال په پلاستیکي  کښتیو کې چې هره شیبه يي د ډوبیدو امکان  شتون لري  یونان ته  واړوي.



اړوند خبرونه