د ترکیې    وزیره د هالنډ لخوا ورسره د شوي چلند په اړه نړۍوالو ته معلومات ورکوي

د ترکیې  د کورنۍ او ټولنیزو سیاستونو  وزیره نن د ملګروملتونوپه سازمان کې د هالنډ د اصلي څیرې په اړه ټولو ته معلومات ورکوي

691504
د ترکیې    وزیره د هالنډ لخوا ورسره د شوي چلند په اړه نړۍوالو ته معلومات ورکوي

د ترکیې  د کورنۍ او ټولنیزو سیاستونو  وزیره د تیرې خالي په شپه  د هالنډ د روتردام په ښار کې ورسره د پولیسو لخوا   ترسره شوي انتي دیموکراتیک او ضد انساني چلند په اړه  د ملګروملتونو په سازمان کې نړۍوالو ته معلومات ورکوي .

د ترکیې  د کورنۍ او ټولنیزو سیاستونو وزیرې فاطمې بیتول سایان کایا  د ملګروملتونو سازمان د ښځو د وضعیت د کمیسیون په ۶۱ مه غونډه کې د ګډون په موخه  نیویارک ته سفر کړی دی .

میرمن کایا به نن  د نوموړې  کمیسیون په غونډه کې  ددې سره د هالنډ د حکومت لخوا د ترسره شوي  ضد انساني، انتي دیموکراتیک  او  ناوړه چلند په اړه  نړۍوالې ټولنې ته  معلومات ورکړي.

میرمن کایا  به  د ښځو د وضعیت  د کمیسیون د ۶۱ م مجلس  د وزیرانو غونډې ته  وینا وکړي.

هغه  به  د یوې ښځینه  وزیرې  په توګه  د هالنډ د حکومت او پولیسو لخوا ورسره د ترسره شوي  چلند په اړه چې  نوموړي هیواد څه ډول  ټول نړۍوال قوانین، حقوق، تړونونه  او ډیپلوماتیک  مصونیت  د خپو لاندې کړ  ټولو ته  معلومات ورکړي.

همداشان  هغه به  د نوموړې  غونډې په چوکاټ کې  یو زیات شمیر دوه په دوه لیدنې کتنې هم وکړي. پدې لیدونو کې به هم  خپلو ټولو مخاطبینو ته  د هالنډ د هیواد اصلي څیره  ښکاره کړي.

د یادولو وړ ده چې  د تیرې خالي په شپه  د هالنډ د روتردام  د ښار پولیسو  د ترکیې  د کورنۍ او ټولنیزو سیاستونو وزیرې  فاطمه بیتول سایان کایا  ته  د ترکیې قونسګلرۍ ته د ننوتو اجازه ورنکړه. پولیسو هغه  څو ساعته ځنډ نه وروسته  هغه ډیپورت کړه. همداشان  هالنډي پولیسو  د وزیرې  ساتوونکي  د نظارت لاندې ونیول  او وروسته يي د وزیرې  په ملاتړ په راټولو شوو ترکانو  د سپو او اسونو سره بریدونه وکړل. همداشان  هالنډي پولیسو  د ترکیې  وزیره  په زور سره  د هالنډ د خاورې نه وویستله.

د هالنډ پولیسو  پدې شپه  په نوموړي هیواد کې د ترکیې شاژدافیر او د روتردام د ښار جنرال قونسل هم  د نظارت لاندې ونیول. هالنډ پدې شپه د ترکیې سفارت او قونسلګرۍ ته  تګ راتګ په کامله توګه بند کړی وو  او ډیپلوماتانو ته يي د سفارت او قونسلګرۍ نه د وتو اجازه نه ورکوله.



اړوند خبرونه