د اروپا په واټونو كې د فاشيزم روح

ولسمشر رجب طيب اردوغان څرګنده كړه چې`` د اروپا په واټونو كې د فاشيزم روح ګرځي را ګرځي. اروپايي ټولنه نوره نشي كولاى چې د عدالت، آزادۍ، ديموكراسۍ او حقوقو درس نورو ته وركړي.``

692342

اردوغان نن يوې غونډې ته وينا پر مهال يو ځل بيا پر د سختې نيوكې سره وويل چې `` دوى د مدني نړۍ سره هېڅ ډول اړيكې نه لري. دوى په بوسنيا كې د ۸ زره بوسنيايي مسلمانانو قاتلان دي.``

د هالنډ د روتردام ښار چې په كې د تركيې د كابينې يوې وزيرې ته ډيپلوماټيكه بې نزاكتي شوې وه، تر سخت فشار لاندې دى. د استانبول او روتردام ترمېنځ د `ورور ښار` تړون پرون د استانبول د ښاروالۍ لخوا په يو اړخيز ډول فسخه شو. ولسمشر اردوغان وويل چې د دوى سره زموږ ورورولي امكان نه لري.

اردوغان زياته كړه چې`` اروپا له هر هغه څه نه وېره لري چې د دوى نه وي. په اروپا كې  له تركانو وېره، له اسلام وېره او حتى د هغو كډوالو نه وېره چې په خپل ژوند كې يې هېڅ امېد نه دى پاتې شوى.``

اړوند خبرونه