د ترکیې د وزیرانو شورا د هالنډ پر خلاف د ۴ جلا جلا بندیزونو پریکړه وکړه.
ترکیې په هالنډ ځیني بندیزونه ولګول
د ترکیې د وزیرانو شورا د هالنډ پر خلاف د ۴ جلا جلا بندیزونو پریکړه وکړه.
د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال او د حکومت ویاند نعمان کورتولموش وویل چې د هالنډ د حکومت سره په لوړه کچه اړیکې په تعلیق کې واچول شوې.
کورتولموش د چانکایا په ماڼۍ کې د لومړي وزیر بنعلي ییلدرم په مشرۍ جوړې شوې د وزیرانو د شورا پر مهال د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغه وویل چې د وزیرانو په شورا کې په هالنډ په اړه په ټولو پرمختګونو او پریکړو په هر اړخیزه توګه غور وشي.
هغه زیاته کړه چې د هالنډ لخوا د ترکیې په مقابل کې د ترسره شوي خصمانه او ضد انساني چلند د تلافي کولو پورې به د نوموړي هیواد سره په لوړه کچه د اړیکو، پلان شوې غونډې او پلان شوي په لوړه کچه رسمي سفرونه د ټولو د ځنډولو پریکړه وشوه.
د لومړي وزیر مرستیال وویل چې ترکیې هالنډ ته د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۲۷ مه نیټه ورکړی ډیپلوماتیکو الوتنو اجازه لغوه کړه. همداشان ترکیې ته د هالنډ د سفیر په راننوتو بندیز ولګول شو.
هغه زیاته کړه چې د ترکیې ملي شورا د هالنډ د پارلمان سره د دوستۍ د ډلې د ترکیې د پلو د لغوه کولو پریکړه وکړه.
د لومړي وزیر مرستیال وویل چې په هالنډ کې د ترکیې د وزیرانو سره شوی چلند د انساني حقونو، سیاسي ګډون، دیموکراسۍ او په سر کې د اروپا د ارزښتونو سره په ټکر کې چلند دی. د هالنډ د هیواد دې چلند د ترکیې د ملت غصه پارولې، ټول يي ډیر خواشیني کړي دي. مونږ پدې نه پوهیږو چې ددې خبرې اصلي لامل څه دی.
هغه زیاته کړه لکه څرنګه چې پوهیږۍ ترکیه د هالنډ سره ددې بحران مسئول ندی او په راتلوونکي کې به هم د پوره مسئولیت په چوکاټ کې قاطع حرکت ته دوام ورکړي. ترکیه د ترکیې او هالنډ د ملتونو ترمنځه د هر ډول ستونزې د مخنیوي په خاطر د خپل وس او توانه پورې هڅه کوي.
مرستیال لومړي وزیر وویل چې ترکیه په هالنډ کې ۴۶۰ زره لوبي کسان لري. د ترکیې ۴۶۰ زره تنه هیوادوالو پدې هیواد کې ژوند کوي. ترکیه به ددې ټولو د حق او حقوقو نه دفاع ته دوام ورکړي. هغه وویل چې ترکیه به هالنډ ته د ورکوونکي هر ځواب تدابیر هم ونیسي.
هغه زیاته کړه چې په هالنډ کې هغه ترکان چې د پولیسو لخوا وهل ډوبول شوي او ټپي شوي دي د خپل حق پوښتنه به وکړي. ترکیه به د خپلو هیوادوالو سره پدې برخه کې هر ډول مرسته وکړي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله