پر هالنډ د اردوغان سختې نيوكې

ولسمشر رجب طيب اردوغان د هالنډ د لومړي وزير لخوا د ټاكنو په كمپاين كې د نوموړي له نامه ناوړه ګټه پورته كول په كلكو ټكو وغندل.

690675
پر هالنډ د اردوغان سختې نيوكې

 

 

د هالنډ حكومت چې د يو توكمپالي اقدام سره د بشري حقونو او ډيپلوماټيكي نورمونو پر پښو لاندې كولو سره د تركيې د بهرنيو چارو او د كورنۍ او ټولنيزو چارو وزيرانو ته اجازه ورنكړه چې په نوموړي هېواد كې د تركي هېوادوالو سره ليدنه وكړي، دا ځل يې يو بل شرموونكى ګام پورته كړ.

د هالنډ لومړي وزير د ټاكنو د كمپاين پر مهال د يو ليكلي شعار سره  په داسې حال كې چې د ولسمشر اردوغان پر انځور يې د چليپا كرښې كش كړې وې او ترې لاندې يې ليكلي ول چې ` ددې هېواد خاوندان موږ يو.`

دې شعار په تركيه كې دننه او بهر د يو زيات شمېر هېوادوالو غصه را وپاروله.

ولسمشر اردوغان پدې اړه د يو ټلوېزيوني كانال سره په مركه كې داسې وويل:

`` په هالنډ كې وايي چې ددې هېواد خاوندان موږ يو. ترې لاندې يې زما پرعكس باندې چليپا كش كړې ده. زه د هېواد خاوند نه يم. زما د هېواد خاوند زما ملت دى. تر هرڅه وړاندې ته ډيموكراسي زده كړه. هېڅ يو لومړى وزير د هېواد خاوند كيداى نشي. موږ تل په تكرار سره ويلي دي چې موږ ملت ته د خدمتګارانو په صفت مقرر شوي يو.``


پيوندونه: #تركيه , #اردوغان

اړوند خبرونه