د ترکیې د ملي سرود د ۹۶ یمې کلیزې په اړه د ولسمشر اردوغان پیغام

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ترکیې د ملي سرود  د ۹۶ یمې کلیزې له امله  د ټولنیزې مډیا له لارې  یو ډیر مهم  پيغام خپور کړ.

689854
د ترکیې د ملي سرود د ۹۶ یمې کلیزې په اړه د ولسمشر اردوغان پیغام

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ترکیې د ملي سرود  د ۹۶ یمې کلیزې له امله  د ټولنیزې مډیا له لارې  یو ډیر مهم  پيغام خپور کړ.

ولسمشر اردوغان  د ترکیې د ملي سرود د ۹۶ یمې کلیزې  له امله په خپور کړي پيغام کې  د هیواد د ملي سرود لیکوونکي نامتو شاعر محمد عاکف ایرسوی  او د استقلال د مبارزې ټولو اتلانو نه په درناوي سره  یادونه وکړه.

ولسمشر اردوغان  د ملي سرود  د کلیزې په ویاړ د ټولنیزې مډیا له لارې یوه ویدیو خپره کړ چې پخپله يي پکې ملي سرود  ویلی دی.

ولسمشر اردوغان د ملي سرود د کلیزې په ویاړ په خپور کړي  پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي « د ملي سرود  د روح سره سم به  په ګډه  انشاالله چې  هیواد د ۲۰۲۳ کال هدفونو  او لا روښانه  راتلوونکي پر لورې بوځو. »

هغه ویلي دي «  د ترک ملت په توګه  دا چې د  ملي سرود په څیر  د یو ارزښت  خاوندان  یو  که چیرې  پدې په هره پیمانه  افتخار  وکړو او شکر  پر ځای کړو  کمه ده. د ملي سرود  متن  په اصل کې د هیواد د ملي مطابقت  متن  دی. »



اړوند خبرونه