د سویلي کوریا ولسمشر له دندې ګوښه کړې شوه

د سویلي کوریا ولسمشره  پارک د اساسي قانون محکمې لخوا له دندې ګوښه کړې شوه.

688423
د سویلي کوریا ولسمشر له دندې ګوښه کړې شوه

د سویلي کوریا ولسمشره  پارک د  اساسي قانون محکمې لخوا له دندې ګوښه کړې شوه.

د سویلي کوریا  د  اساسي قانون محکمې د ولسمشر پارک ګون هه  په اړه خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړه.

د نوموړي هیواد د  اساسي قانون محکمې چې د تیر کال د دسمبر په میاشت کې  د ولسمشرۍ پارک نه  ټول صلاحیتونه اخیستي وو او په اړه يي تحقیقات پیل کړي وو تیره ورځ خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړه.

د سویلي کوریا  د  اساسي قانون محکمې ولسمشره پارک  د اداري فساد له امله  له دندې ګوښه کړه.

د سویلي کوریا  د  اساسي قانون محکمې دا پریکړه  د رایو په اکثریت سره  وکړه. د په سویلي کوریا کې  دا لومړی ځل دی چې ولسمشر  د محکمې لخوا له دندې ګوښه کیږي.

د ویلو ده چې  د سویلي کوریا  ولسمشره  پارک  د هغه د  نږدې ملګرې  چوي سون سیل  په واسطه د یوې مرستندویه ټولنې په بهانه  د ډیرو زیاتو مرستې راټولو  او د سیاسي واک نه په ناوړه توګه د ګټې پورته کولو باندې  تورنه وه.

د سویلي کوریا  پارلمان  د تیر کال  د نوامبر په میاشت کې  د  اساسي قانون محکمې ته  د ولسمشرۍ پارک پر خلاف د څیړونو د پیلولو  اجازه ورکړې وه. همداشان پارلمان  د تیر کال د دسمبر په ۹ مه نیټه  په موقتي توګه  د ولسمشرې پارک  ټول صلاحیتونه  لومړي وزیر  ته  ورکړي وو.

د سویلي کوریا د اساسي قانون له مخې  د  اساسي قانون محکمې  باید  د ولسمشرۍ په اړه  د ۱۸۰ ورځو په دننه کې خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړي وې. محکمې د ۱۸۰ ورځو نه مخکې خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړه.

همداشان  د سویلي کوریا د اساسي  قانون له مخې  د ولسمشر د دندې نه د ګوښه کولو نه  وروسته  باید  د ۶۰ ورځو په دننه کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشي .

د بله پلوه  د سویلي کوریا د  اساسي قانون محکمې لخوا د ولسمشرې پارک  د دندې نه د ګوښه کولو د پریکړې نه وروسته  د هغې  په زرګونو تنه پلویان  لارو او سړکانو ته  راووتل  او په مظاهرو يي لاس پورې کړ.

ویل کیږي  مظاهره کوونکو  د پولیسو سره  نښته هم کړې ده . د سویلي کوریا پولیسو ویلي دي چې په نښتو کې تر اوسه پورې دوه تنه مظاهره کوونکو ژوند  د لاسه ورکړی دی .

د بله پلوه  د سویلي کوریا  پوځ  د نوموړو مظاهرو له امله  اماده باش شوی دی.



اړوند خبرونه