ولسمشر اردوغان د نوي حکومتي سیستم په اړه معلومات ورکړل

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیې ملي تلویزیون سره ځانګړې مرکه وکړه

687630
ولسمشر اردوغان د نوي حکومتي سیستم په اړه معلومات ورکړل

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې  د هیواد نه بهر د میشتو ترکانو سره  د نږدې نه د لیدنې په خاطر  په پلان کار دوام لري.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  د ترکیې د ملي تلویزیون سره  په ځانګړې مرکه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان  د هیواد نه بهر په میشتو ترکانو غږ وکړ  «  د ولسمشر په توګه  ستاسې نه  زما  یواځنۍ غوښتنه داده  چې  د اپریل د ۱۶ مې په ټولپوښتنه کې د ګډون په خاطر  خپله رای وکاروئ. د هر دول  خنډونو سره سره بیا هم  د رایو صندوقونو پر لورې لاړ  شئ او خپلې رایې وکاروئ. ستاسې  هره  رایه  لویدیځې نړۍ  ته  تر ټولو  ښه ځواب دی. »

ولسمشر اردوغان  په لویدیځې نړۍ د نیوکې سره وویل «  لویدیځه نړۍ د هیواد نه بهر د میشتو ترکانو سره  زمونږ  ښې اړیکې  زغملی نشي. حسادت کوي. خو که څه وکړي  زمونږ  د زړونو ترمنځه  دا قوي  اړیکه  شلولی نشي.»

ولسمشر اردوغان  روسېې ته د خپل سفر په اړه هم  پوښتنې ځواب کړې. هغه وویل چې  په روسیه کې به د ښاغلي  پوتین سره په لیدنه کې په ځانګړې توګه د سوریې په مسلې وغږیږي. ددې سربیره  دوه اړخیزې اړیکې  او سیمه ییزې مسلې  ددې سفر مهمې  موضوع ګانې تشکلیوي.

ولسمشر اردوغان  د ترکیې جمهوریت اساسي قانون کې د تعدیل  او ریاستي سیستم په اړه هم معلومات ورکړل.

هغه وویل چې په نوي  حکومتي  سیستم کې چې په اړه يي ټولپوښتنه کیږي صدرات له منځه ځي او په مقابل کې  د پارلمان  مقننه صلاحیتونه  او د کنټرول لا قوي واک  ته ورکول کیږي.

ولسمشر اردوغان  وویل چې  د نوي حکومتي  سیستم سره  د ولسمشر د محاکمه کولو ته  لار پرانیستل کیږي  او  ملي شورا ته د پارلماني ټاکنو له سره د ترسره کولو صلاحیت ورکول کیږي.

ولسمشر اردوغان وویل چې د نوي حکومتي سیستم  نه  زمونږ یواځنۍ موخه  هیوادوالو ته لا ښه خدمت کول دي. هغه وویل چې  ترکیې د ۲۰۲۳ کال لپاره ځیني هدفونه ټاکلي دي چې دې هدفونو ته د رسیدو یواځنۍ  لار  نوی حکومتي سیستم  دی.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې  د ترکیې جمهوریت په اساسي قانون کې تعدیل په هیواد کې لا په ښه توګه د استقرار او امنیت د ټینګښت په خاطر  ترسره شوی دی .

هغه وویل چې  په اساسي قانون کې د تعدیل نه زمونږ موخه  په ترکیه کې د رژیم  بدلول ندي. ځکه چې  په ترکیه کې  د رژیم د بدلولو مسله  په ۱۹۲۳ کال کې  پایته رسیدلې ده.

هغه وویل چې موجود سیستم  د هیواد استقرار د ګواښ سره مخامخ کړی دی . د نوی سیستم  مونږ  د ځان لپاره  نه بلکې  د هیواد د روښانه راتلوونکي  په خاطر  جوړ کړی دی.

هغه زیاته کړه چې انشاالله په نوي حکومتي  سیستم کې به  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې نه  لا په چټکه توګه  ښې پایلې ترلاسه کړو.

هغه  د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت  لخوا ترسره شوې کودتا نه په یادونې سره وویل «  لکه څرنګه چې  زمونږ  میړانه  ملت  د جولای په ۱۵ مه  کودتاچیانو ته  غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ انشاالله چې د اپریل په ۱۶ مه ورځ به  یو ځل بیا  خپله اراده  ټولۍ نړۍ ته ښکاره کړي. زه  وایم چې  د اپریل ۱۶ مه به  د جولای د ۱۵ مې د خایینیو سره  د حساب او کتاب  ورځ  وي.

ولسمشر اردوغان  په هیواد کې  د اقتصادي پرمختګونو په اړه  د پوښتنې په ځواب کې وویل « لکه څرنګه چې پوهیږۍ  په ترکیه کې په یواځې ځان د حکومتونو په دوره کې  ډیره زیاته  اقتصادي وده رامنځته شوې ده . په ترکیه کې  د یو ګوندي  حکومتونو په دوره کې  د استقرار له امله  د نړۍوالو پانګه والو  پاملرنه  راجلب شوې ده . دا هیواد نن ورځ د بهرنیو پانګه والو لپاره  د جاذبې په مرکز  او بندر بدل شوی دی. »

ولسمشر اردوغان  په هیواد کې د بې کارۍ د کچې د لوړیدو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « انشاالله چې  دا ستونزه به حلوو. د بې کارۍ کچه  به  یو ځل بیا  یو خانه يي رقم  ته  راټیټه کړو.»

ولسمشر اردوغان  د جرمني لخوا د ترکیې د وزیرانو د غونډو د لغوه کولو په اړه وویل

«  د هیواد نه بهر میشت  هیوادوالو لخوا د اپریل په ۱۶ مه د ټولپوښتنې په ټاکنو کې د ګډون  سره  دا به د جرمني او لویدیځې نړۍ لپاره  تر ټولو ښه ځواب وي. زه  د ولسمشر په توګه  د هیواد نه بهر په میشتو ټولو هیوادوالو غږ کوم چې  لاړ شي  او خپلې رایې وکاروي. دا به د لویدیځې نړۍ لپاره  تر ټولو ښه ځواب وي. »

ولسمشر اردوغان  روسیې ته د خپل سفر په اړه هم معلومات ورکړل. هغه وویل چې  سبا د مارچ په لسمه د جمعې په ورځ  مسکو ته سفر کوي. په مسکو کې د ښاغلي پوتین سره  د لیدنې اصلي موضوع د سوریې مسله ده .

هغه د پوتین سره  به  د تیرې سې شنبې په ورځ  د ترکیې د انتالیا په ولایت کې د ترکیې، روسیې او امریکا  د لوی درستیزوالانو  د غونډې  په مسلې  او پریکړو  په هر اړخیزه توګه  خبرې وکړو.

ولسمشر اردوغان  وویل  لکه څرنګه چې مونږ  پخوا  هم  د سوریې په شمال کې  د یرغلګر ځواکونه  د فرات ختیځې لورې ته  د اړولو په مسلې ټینګار کړی دی نن هم  پدې مسلې ټینګار کوو. ځکه چې  یرغلګرو  د سوریې په شمال کې  د عربانو اړوند ډیر سیمې اشغال کړي دي او عربان  يي  اجباري کډوالۍ ته مجبور کړي دي. مونږ غواړو چې  د یادو شوو سیمو اصلي اوسیدونکي او خاوندان  په خپلو سیمو کې ځای په ځای او هغوې ته خپل حقونه وسپارل شي.


پيوندونه: #ترکیه , #اردوغان

اړوند خبرونه