په ترکیه کې داځل دوه تنه افغانان د پوډرو سره ونیول شول

په ترکیه کې دا ځل  دوه تنه افغانان  د نشه يي توکو د قاچاق  او پلورولو په تور لاس په لاس ونیول شول.

685451
په ترکیه کې داځل دوه تنه افغانان د پوډرو سره ونیول شول

په ترکیه کې دا ځل  دوه تنه افغانان  د نشه يي توکو د قاچاق  او پلورولو په تور لاس په لاس ونیول شول.

د ترکیې د نوشهیر په ولایت کې  دوه تنه افغانان د نشه يي توکو د پلورلو پر مهال ونیول شول.

د نوشهیر ولایت  د امنیې قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د څانګې پولیسو دوه تنه افغانان  د هیروئینو  د پلورلو پر مهال لاس په لاس ونیول.

د نوشهیر ولایت د امنیې قومندانۍ د معلوماتو له مخې  ،  د یاد شوي ولایت  د قصابانو په بازار کې  د نشه يي توکو د پلورونکو په اړه راپور ترلاسه کړ.

پولیسو سمدلاسه عملیات پیل کړل  او دوه تنه  يي د نشه يي توکو د پلورلو پر مهال لاس په لاس ونیول. نیول شوي  کسان  د افغانستان  وګړي دي.

د نیول شوو کسانو نه یو تن عبدالله محمدي  نومیږي. د نیول شوو کسانو نه د یو سره  هیروئینو پوړۍ  چې  پلورلو ته  جوړوې شوې  نیول شوي دي.

نیول شوي کسان  د پولیسو د تحقیقاتو نه وروسته  څارنوالۍ ته معرفي شول. همداشان  څارنوالۍ  نوموړي محکمې ته سوق  چې د محکمې لخوا  زندان ته واستول شول.

د ویلو ده چې تیره اوونۍ هم  د ترکیې د یوزګاټ  په ولایت کې  یو تن افغان  وګړی  د څه باندې یو کیلوګرامه  هیروئینو سره  نیول شوی وو.



اړوند خبرونه