د اردوغان – پوتين ليدنه

ټاكل شوې ده چې د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره د روان ميلادي كال د مارچ د مياشتې په ۱۰مه نېټه ليدنه وكړي.

685859
د اردوغان – پوتين ليدنه

 

 

د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سرګي لاوروف د څرګندونو پر اساس دواړه مشران به د سوريې د كړكېچ په اړه بحث وكړي.

لاروف څرګنده كړه چې د سوريې په اړه د څو اړخيزو خبرو اترو او همكارۍ په موخه  په سيمه كې د اوسنيو حالاتو د په نظر كې نيولو سره به بحث وشي.

لاروف چې په مسكو كې د آذربايجان د بهرنيو چارو د وزير اېلمار ممدوف سره په ګډه خبري غونډه كې خبرې كولې وويل چې تركيه د روسيې او آذربايجان دواړو نږدې همكار هېواد دى. د نوموړي په وينا د راتلونكې جمعې په ورځ به د دواړو هېوادونو مشران د متقابلې سوداګرۍ، اقتصادي اړيكو، پانګې اچوونې او ګډو بنسټيزو پرژو د عملي كولو په برخه كې بحث وكړي.

د اردوغان – پوتين د ليدنې د اجندا اصلي موضوع بيا د سوريې كړكېچ دى. په سوريه كې د ايران په كډون د  بشار اسد او مخالفينو ترمېنځ خبرې اترې ځانګړى اهميت لري. همداراز د آستانه د خبرو اترو په بهير كې د سياسي ډيالوګ د رامنځته كولو په موخه به ګډې هلې ځلې وشي.


پيوندونه: #اردوغان , #پوتين

اړوند خبرونه