ولسمشر اردوغان د جرمني‌ پر خلاف سخت غبرګون وښود

اردوغان : جرمني‌ په ښکاره توګه د ترهګرو نه ملاتړ کوي.

684435
ولسمشر اردوغان د جرمني‌ پر خلاف سخت غبرګون وښود

د ترکیې  ولسمشر رجب  طیب اردوغان  وویل چې  جرمني‌ باید د ترهګرو نه د ملاتړ  له امله محاکمه شي.

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  د ( یشیل ای ) یا  زرغون میاشت د ټولنې  د جایزو ورکولو په مراسمو کې وکړې.

ولسمشر اردوغان  د جرمني‌ لخوا  د ترکانو د غونډې  د لغوه کولو  په اړه  چې  په پام کې وه د ترکیې د عدلیې او د اقتصاد وزیرانو پکې ګډونوالو ته وینا کړي‌ وی  سخت غبرګون څرګند کړ.

ولسمشر اردوغان وویل « تاسې  وګورئ  جرمني  چارواکیو په نوموړي هیواد کې  میشتو ترکانو ته  زمونږ د عدلیې او اقتصاد د وزیرانو د ویناګانو  مخه ونیوله . تیر کال  ما غوښتل چې په جرمني‌ کې  د جولای ۱۵ مه د کودتا پر خلاف  جوړې  شوې  لوې غونډې ته  د ویدیو کنفرانس  له لارې  وینا وکړم. د دوو  ساعتونو په دننه کې د جرمني‌ د اساسي‌ قانون محکمې غونډه وکړه  او زما د وینا د مخنیوي‌ پریکړه يي‌ وکړه. خو همدې  جرمني‌ د پې کاکا  ترهګرې  ډلې  د مشرانو  نه   جمیل بییک د عراق د شمال نه د قندیل د غرونو نه  دلته په جرمني‌ کې خپلو پلویانو سره   د ویدیو کنفرانس له لارې  د خبرو کولو  فرصت  ورکړ. دی  لوی ترهګر ته يي  هر ډول اسانتیاوې برابرې کړې  او زمونږ يي‌ مخه ونیوله. د همدې امله جرمني‌ باید  د ترهګرو نه د ملاتړ او هغوې سره د مرستې له امله محاکمه شي.»

ولسمشر اردوغان  وویل چې د جرمني‌ د ډیا ولټ  د ورځپاڼې استازی  یو څه موده مخکې  د پې کاکا ترهګرې ډلې لپاره د تبلیغاتو کولو  او پې کاکا سره  د اړیکو درلودو په تور ونیول شو. د یو څه مودې راهیسې  زنداني‌ دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  دا کس  د پې کاکا ترهګرې ډلې د استازي‌ او جرمني‌ د جاسوس  په توګه  د اوږدې مودې لپاره په استانبول کې د جرمني‌ په قونسلګرۍ کې  پټ شوی وو. 

ترکیې  څو ځلې  د جرمني‌ نه  د نوموړي‌ کس  د محاکمه کولو په خاطر غوښتنه وکړه خو هغوې  پټ کړی وو. 

د جرمني‌ لومړۍ وزیرې  نوموړې  مسله  رایاده کړه  چې په ځواب کې ما ورته وویل  ، تاسې  په هر فرصت کې وایاست  چې  قضایه قوه باید  خپلواکه وي. قضایه قوه باید  بې طرفه وي. مونږ  پوره باور لرو چې د ترکیې قضایه قوه هم  خپلواکه ده او هم بې طرفه . تاسې  دا کس مونږ راوسپارۍ  چې  د بې طرفه او خپلواکه محکمې لخوا محاکمه شي. لومړی يي‌ دا کس  پټ کړ  خو وروسته  نه پوهیږو  چې  څه وشو  دا کس يي  مونږ ته راوسپاره چې  د محکمې لخوا زنداني‌ شوی دی.

ولسمشر اردوغان وویل دم ګړۍ  په زرګونو  تنه  ترهګر په جرمني‌ کې په ښکاره توګه فعالیت کوي. خو  دا هیواد  پرې  سترګې پټوي.

کله  چې  د یو مشروع  او منتخب حکومت  استازي‌ غواړي‌ د خپلو هیوادوالو سره  وګوري‌ او هغوې ته  په ترکیه کې د پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي‌ له بده مرغه چې د مخه يي‌ نیول کیږي. 

جرمني‌ باید  د ترهګرو نه  د ملاتړ او مرستې له امله محاکمه شي. ځکه چې  هر څه  په ډاګه دي. 



اړوند خبرونه