د ترکیې  د هتای په ولایت کې  د اسد د رژیم  اړوند جنګي  الوتکه راولویده.

په ترکیه کې د اسد د رژیم اړوند جنګي‌‌ الوتکه راوغورځیده

684689
د ترکیې  د هتای په ولایت کې  د اسد د رژیم  اړوند جنګي  الوتکه راولویده.

د ترکیې  د هتای په ولایت کې  د اسد د رژیم  اړوند جنګي  الوتکه راولویده.

د ترکیې  د هتای  ولایت  د سامان داغ  په ولسوالۍ کې  د اسد د رژیم  اړوند  د یوې جنګي‌ الوتکې  د لویدو نه خبر ورکړ شو.

په سیمه کې عیني‌ شاهدانو خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې  د الوتکې  پيلوټانو په پراشوټ کې ځانونه ګوزار کړل.

ویل کیږي‌ الوتکه  د ماښام  د ۶ بجو او ۳۰ دقیقو  په شاوخوا کې  د سامان داغ  ولسوالۍ یایلاجک په سیمه کې  راوغورځیده.

د سیمې  د جاندارما ځواکونه  د پیښې د سیمې  پر لورې روان شوي‌ دي.

د الوتکې  د غورځیدو لامل  نامعلوم  دی. دا لا معلومه نده چې  دا الوتکه  د تخنیکي‌ ستونزې  له امله  غورځیدې  او که ویشتل شوې ده .

د ترکیې  لومړي‌ وزیر بنعلي‌ ییلدرم  د نوموړې  پيښې په اړه وویل « نن د ماښام  د ۶ بجو او ۳۰ دقیقو  په شاوخوا کې  د اسد د رژیم اړوند یوه میګ ۲۳ ډوله جنګي‌ الوتکه  د ترکیې  او سوریې په پوله کې  وغورځیده. الوتکه کیدای شي‌ چې  ترکیې  لورې ته او کیدای شي‌ چې  سوریې لوري ته غورځیدلي‌ وي. د ترکیې  د پلټنې  ډلې  سیمې ته روانې شوي‌ دي. د پلټنې چارې  دوام لري.

د بله پلوه  د سوریې د مخالفو ډلو نه د احرارالشام  ډلې  ویاند  د اناتولیا خبري‌ اژانس ته ویلي‌ دي‌ چې الوتکه  ددوې لخوا  ویشتل شوې ده او د سوریې‌ د ادلیب  د ښار په مربوطاتو کې چې د ترکیې  سره په پوله کې  پروت  دی  غورځیدلې ده. هغه ویلي‌ دي‌ چې الوتکه  د بمبارۍ په موخه راغلې وه خو کله چې ارتفاع  ټیټه کړه  زمونږ  د ځواکونو لخوا وویشتل شوه.

د هتای ولایت والي‌ ایردال اتا  خبري‌ رسنیو ته وویل چې  د ترکیې  د پولو په منځ کې  مو د اسد د رژیم  اړوند د جنګې  الوتکې  د لویدو په اړه راپور ترلاسه کړ. د پلټنې  ډلې سیمې ته لاړې  او  د الوتکې  ځینې  پارچې  موندلي‌ دي. والي‌ وویل  چې  د الوتکې د پيلوټ  برخه  موندل شوې  ده  او پیلوټان پکې  شتون نلري. داسې ښکاري‌ چې پیلوټان  ژوندي‌ ژغورل شوي‌ وي. 



اړوند خبرونه