اردوغان: په سوريه كې د پاتې كېدو هوډ نه لرو.

ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل چې تركيه د سوريې په خاوره كې د دايمي هډو د ترلاسه كولو او هلته د پاتې كېدو لپاره نه لري.

683584
اردوغان: په سوريه كې د پاتې كېدو هوډ نه لرو.

 

 

اردوغان چې له پاكستانه هېواد ته د ستنېدلو پر لار په الوتكه كې د خبريالانو سره خبرې كولې څرګنده كړه چې `` په سوريه كې د پاتې كېدو هوډ نه لرو. د تركيې يواځينى هدف په سيمه كې د رامنځته شوي ګواښ له منځه وړل او د كډوالو د راتګ مخنيوى دى.``

ولسمشر اردوغان د سوريې په خاوره كې د فرات د سپر د عملياتو د راتلونكې په اړه وويل چې د الباب تر نيول كېدو وروسته د منبج د ښار نيول دي چې اوسمهال د پي واى ډي د اروپكو په لاس كې دى. اردوغان زياته كړه چې `` موږ په اصل كې د پاك كارۍ عمليات ترسره كوو. د جرابلس، راى، دابق او الباب د سيمو تر نيول كېدلو وروسته اوس وار د منبج د ښار دى.``

اردوغان دا هم وويل چې تر اوسه پورې د سوريې په اړه د امريكا د نوي ټاكل شوي ولسمشر ډانلډ ټرمپ بهرنى سياست ناڅرګند دى.  ``كه چېرې د امريكا په ګډون د ايتلافي ځواكونو سره په ګډه اقدام وكړو نو د رقه د ښار د نيولو په موخه به ګډ ګام پورته كړو. پدې لړ كې د روسيې هېواد هم مهم دى. كه چېرې د داعش پر وړاندې د ګډو عملياتو وړانديز وشي نو دا مبارزه به د روسيې هم پر مخ يوسو. په روانه مياشت كې به له روسيې د ليدنې پر مهال د اړوندو موضوعاتو په اړه بحث وكړو.``



اړوند خبرونه