ترکیې د ولسمشر اردوغان په اړه د اتریش د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې وغندلې

ترکیه : د اتریش د بهرنیو چارو وزیر د اسلام ضد څرګندونو او کړنو سره د افراطي ګوندونو نه خپه اړولې ده .

681368
ترکیې د ولسمشر اردوغان په اړه د اتریش د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې وغندلې

 

ترکیې د اتریش د بهرنیو چارو او مطابقت د وزیر سیباستیان  کورتز  هغه  څرګندونې چې ویلي دي «  نه غواړي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اپریل د ۱۶ مې د ټولپوښتنې په خاطر  په اتریش کې کمپاین وکړي»  سخت غبرګون وښود. ترکیې  د اتریش د بهرنیو چارو د وزارت څرګندونو نه  د نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې بللي  دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویاند  حسین مفتواوغلو د مسلې په اړه  خبري غونډې ته وویل «  د کورتز د مغرضانه ، د وخت نه وړاندې د قضاوت  او یو بام او دوه هوا  د چلند  د یوې بلې بیلګې شاهدي کوو. »

هغه وویل چې  دا ډول  بې مسئولیته، د حد نه تیرې او مغرضانه څرګندونو منل  ناممکنه خبره ده .

هغه وویل د ترکیې په ټولټاکنو کې  د ترکیې نه د بهر میشتو ترکانو  ګډون  د ډیموکراسۍ او بشري حقونو  اړتیا  ده. هیڅوک ددې مخه نیولی نشي.

دا بهیر  د اتریش د کورني سیاست سره  هیڅډول تړاو نلري. د اتریش د بهرنیو چارو د وزیر  دا ډول څرګندونې  په اصل کې  د نوموړي هیواد سره  د ترکانو مطابقت او سازګارۍ  مسلې ته  تر ټولو  ستر زیان  رسوي. د اتریش د بهرنیو چارو د وزیر چلند په اصل کې  په نوموړي هیواد کې د میشتو ترکانو د دیموکراتیکو حقونو پر وړاندې د خنډونو جوړولو ، د خلکو ترمنځه د فاصلې پیدا کولو  او تبعیض  ښکاره بیلګه ده.

د یو هیواد د مطابقت  او سازګارۍ  د چارو د مسئول لخوا دا ډول څرګندونې په اصل کې   د انديښنې وړ  دي.

ویاند وویل چې د اتریش د بهرنیو چارو وزیر د اسلام ضد څرګندونو او کړنو سره  د تند لارو افراطي ګوندونو نه خپه اړولې ده . هغه غواړي چې د ترکیې د سیاسۍ مسلو نه  د خپلو شخصي ګټو په برخه کې کار واخلي.

د بله پلوه د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال او د حکومت ویاند  نعمان کورتولموش  د اتریش د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو په اړه  ژوره خواشیني او ناراحتي  څرګنده کړه.


پيوندونه: #ترکیه , #اتریش

اړوند خبرونه