په ترکیه کې یو تن افغان د څه باندې یو کیلو هیروئینو سره ونیول شو

په ترکیه کې  یو افغان ځوان  د څه باندې  یو کیلو هیروئینو نه  سره  ونیول شو.

677481
په ترکیه کې یو تن افغان د څه باندې یو کیلو هیروئینو سره ونیول شو

په ترکیه کې  یو افغان ځوان  د څه باندې  یو کیلو هیروئینو نه  سره  ونیول شو.

د ترکیې پولیسو  د هیواد په مرکزي سیمه کې د یوزګاټ په ولایت کې  یو تن افغان چې په معده کې  څه باندې  یو کیلو هیروئین  پټ کړي وو  ونیو.

نیول شوی  افغان ځوان  د معدې نه  د هیروئینو د راویستو په خاطر  روغتون ته  یوړل شو.

په روغتون کې  په ترسره شوو معاینو  او اولتراسوند کې  د افغان ځوان په معده کې  ۶۱ کوچنۍ کوچنۍ  بستې  تثبیت شوې.

ډاکټرانو  د افغان ځوان  د معدې نه  د هیروئینو  بستې  راویستلې. پولیسو  ویلي دي چې نوموړي افغان ځوان په خپله معده کې  یو کیلو او ۳۷ ګرامه  هیروئین  پټ کړي وو.

نیول شوی  افغان په روغتون کې  د دوو ورځو بستر نه وروسته  خارج  او د محکمې لخوا  زندان ته واستول شو.

پولیسو دا ندي ویلي دي چې  نوموړي افغان دا هیروئین  د کوم ځای نه راوړي وو او چیرته يي وړل.



اړوند خبرونه