اخوان المسلمين له اردوغانه مننه وكړه

په مصر كې د اخوان المسلمين سازمان د تركيې له ولسمشر رجب طيب اردوغانه د دوى په اړه د نوموړي د څرګندونو له امله مننه وكړه.

678133
اخوان المسلمين له اردوغانه مننه وكړه

 

ولسمشر اردوغان تېره ورځ څرګنده كړه چې د اخوان المسلمين سازمان ته د ترهګرې ډلې په سترګه نه ګوري.

ددې سازمان د رهبري شورا مرستيال ابراهيم منير د يو ليكلي پيغام له لارې څرګنده كړه چې پداسې حال كې چې د اخوان المسلمين د سازمان پر وړاندې په مېډيا كې منفي پروپاګند روان دى، پدې اړه د ولسمشر اردوغان د څرګندونو هركلى كوو.

ابراهيم منير په پيغام كې له ``اردوغانه د مظلومانو د حامي مشر`` په توګه يادونه وكړه او زياته يې كړه چې دا ډول څرګندونې د يو پياوړي، عادل او منصف ليډر لپاره څه نه وې خبره نه ده. ``اردوغان له شرافته د ډګ ژوند لپاره تل د مظلومانو ترڅنګ ولاړ دى او د هغوى د آزادۍ له مبارزې ملاتړ كوي. ``

ولسمشر اردوغان تېره ورځ د العربيه د ټلوېزيوني كانال سره په مركه كې ويلي ول چې `` اخوان المسلمين ته د ترهګرې ډلې په سترګه نه ګوري. ځكه چې اخوان وسله واله ډله نه بلكې فكري ډله ده.``



اړوند خبرونه