امريكا كيداى شي فتح الله ګولن تركيې ته تسليم كړي.
د اروپايي ټولنې لپاره د ترمپ نوماند ټېډ مالوك د يوې ټلوېزيوني شبكې سره په مركه كې وويل چې د جولاى د ۱۵مې نېټې د ناكامې كودتا د اقدام د طراحې ترهګرې ډلې مشر فتح الله ګولن تركيې ته وسپاري. نوموړي څرګنده كړه چې امريكايي چارواكي پدې اړه ټول معلومات لري.
د اروپايي ټولنې لپاره د ترمپ نوماند ټېډ مالوك د يوې ټلوېزيوني شبكې سره په مركه كې وويل چې د جولاى د ۱۵مې نېټې د ناكامې كودتا د اقدام د طراحې ترهګرې ډلې مشر فتح الله ګولن تركيې ته وسپاري. نوموړي څرګنده كړه چې امريكايي چارواكي پدې اړه ټول معلومات لري. د اوباما ادارې پدې برخه كې عملي ګام نه وو پورته كړى خو د ټرمپ اداره به پدې برخه كې د اړوند قضايي بهير نه وروسته عملي ګام پورته كړي.
د مالوك په وينا ``دا ترهګره ډله په امريكا كې د كلنټن د خيريه ټولنې سره هم اړيكې لري. په تركيه كې د كودتا شكمن طراح زموږ په خاوره كې دى. تركيه د ناټو غړى هېواد او زموږ ستراتيژيك دوست دى. د تركيې د وړانديز په اړه به ټرمپ اقدام وكړي.``
ټېد مالوك زياته كړه ``چې فكر كوي چې د امريكا ولسمشر ټرمپ د تركيې د ولسمشر اردوغان سره به نږدې اړيكې ولري. د دواړو ترمېنځ ټېلفوني خبرې اترې هم شوي دي. ځكه اردوغان غواړي چې تركيه يو ځل بيا پياوړې كړي. ټرمپ هم په خپل كمپاين كې همداسې وعده كړې وه. ټرمپ نه يواځې په سوداګريزه برخه بلكې په نظامي او سياسي برخه كې د تركيې پر ارزښت پوهيږي.``
د يادولو وړ ده چې دا لومړى ځل دى چې يو تن امريكايي مقام په ښكاره توګه تركيې ته د فتح الله ګولن د سپارلو په اړه غوڅ دريځ غوره كوي.
اړوند خبرونه
تورکیې وویل چې د اسرائیلو لخوا پر لبنان برید کول په ټوله سیمه کې د ګډوډۍ د هڅو لپاره یو نوی پړاو دی.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په لبنان باندې د اسرائیلو د بریدونو او تاوتریخوالی په اړه بیان خپور کړ.