ولسمشر اردوغان د عمرې حج وکړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په قطر کې د رسمي لیدونو کتنو نه وروسته د عمرې حج د ادا کولو په خاطر سعودي عربستان ته لاړ.
673346
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په قطر کې د رسمي لیدونو کتنو نه وروسته د عمرې حج د ادا کولو په خاطر سعودي عربستان ته لاړ.
ولسمشر اردوغان پرون په سعودي عربستان کې د عمرې حج مراسم پر ځای کړل.
ولسمشر اردوغان لومړی په مدینې منوره کې د سرداری کائنات حضرت رسول اکرم محمد ص د مزار زیارت وکړ او وروسته مکې مکرمې ته لاړ.
ولسمشر اردوغان او ورسره مل هیت په مکې مکرمه کې د عمرې حج مراسم پر ځای کړل.
د ولسمشر اردوغان سره پدې سفر کې د هغه میرمن آمنې اردوغان، لوی درستیز ستر جنرال خلوصي اکار، د ملي استخباراتو مشر حاکان فیدان، د انرژۍ او طبعی زیرمو وزیر برات البیرق او د اقتصاد وزیر نیهاد زیبکچي ملګرتیا کوله.