ولسمشر اردوغان قطر ته ورسید

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  بحرین، سعودي عربستان او قطر ته د خپل سفر په چوکاټ کې  وروستي تم ځای  قطر ته  ورسید.

672482
ولسمشر اردوغان قطر ته ورسید

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  بحرین، سعودي عربستان او قطر ته د خپل سفر په چوکاټ کې  وروستي تم ځای  قطر ته  ورسید.

ولسمشر اردوغان  پرون په سعودي عربستان کې د رسمي لیدونو کتنو نه وروسته د ماښام په ساعتونو کې قطر ته سفر وکړ.

د ولسمشر اردوغان نه د قطر د پلازمینې دوحې په هوايي ډګر کې  د نوموړي هیواد د انرژۍ صنایع وزیر محمد السدا، په انقره کې د قطر سفیر سلیم المبارک الشافي، په قطر کې د انقرې سفیر احمد دیمیراوک  او د سفارت د ډیپلوماټانو لخوا هر کلی وشو.

ولسمشر اردوغان  وروسته د قطر د پخواني  امیر شیخ حمد بن خلیفه الثاني سره  ولیدل.

 د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني به نن  د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه  د رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی وکړي.

ولسمشر اردوغان به د قطر د امیر  سره  دوه په دوه د لیدنې نه وروسته  د هیتانو ترمنځه په لیدنه کې ګډون وکړي.

د یادولو وړ ده چې  دوه میاشتې مخکې د ترکیې  د ترابزون په ښار کې د ترکیې او قطر  ترمنځه د عالي ستراتيژیکې کمیټې دویمه غونډه جوړه شوې وه. دا سفر  ددې غونډې وروسته ترسره کیدونکی لومړنی سفر دی.

د ولسمشر اردوغان سره پدې سفر کې د هغه میرمن آمنه اردوغان، د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو، لوی درستیز خلوصي اکار، د ملي استخباراتو مشر حاکان فیدان، ملي دفاع وزیر فکري اشق، د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر برات البیرق او د اقتصاد وزیر نیهات زیبکچي ملګرتیا کوي.


پيوندونه: #اردوغان , #قطر

اړوند خبرونه