په ترکیه کې ټولپوښتنه

د ترکیې د ټاکنو عالي شورا څرګنده کړه چې د اساسي قانون د بدلون په موخه ټولپوښتنه به د روان میلادي کال د اپرېل د میاشتې په ۱۶مه نېټه ترسره شي.

670486
په ترکیه کې ټولپوښتنه

په ترکیه کې ټولپوښتنه

د ترکیې د ټاکنو عالي شورا څرګنده کړه چې د اساسي قانون د بدلون په موخه ټولپوښتنه به د روان میلادي کال د اپرېل د میاشتې په ۱۶مه نېټه ترسره شي.

د ټاکنو د شورا مشر سعدي ګوان څرګنده کړه چې د اپرېل په ۱۶مه نېټه د یکشنې په ورځ به د ټولپوښتنې په ترڅ کې د اساسي قانون بدلون تایید یا رد شي.

ټاکل شوې ده چې له هېواده بهر ترکي هېوادوالو لپاره به په قونسلګریو کې د رایې اچونې بهیر د مارچ په ۲۷مه نېټه  پیل شي.


پيوندونه: #ترکیه , #ټولپوښتنه

اړوند خبرونه