ترکیې  دوه تنه داعشیان  چې  غوښتل يي  اروپا  یو ځل بیا  په وینو ولړي‌ ونیول.

ترکیې په اروپا کې د احتمالي‌ عام وژنې مخه ونیوله

670416
ترکیې  دوه تنه داعشیان  چې  غوښتل يي  اروپا  یو ځل بیا  په وینو ولړي‌ ونیول.

ترکیې  دوه تنه داعشیان  چې  غوښتل يي  اروپا  یو ځل بیا  په وینو ولړي‌ ونیول.

په ۲۰۱۴ کال کې  د غیرې قانوني‌ لارو څخه  سوریې ته تللي‌ یو تن لبنان الاصله د دنمارک وګړی  محمد لابان او یو تن هم  عراق ‌ الاصله د سویډن  وګړی  محمد توفیق صالح د داعش ترهګرې ډلې سره  یو ځای شوي‌ وو  او غوښتل يي  چې  اروپا په وینو ولړي‌ په ترکیه کې ونیول شول.

د ویلو ده  نوموړي  دوه تنه ترهګر  چې  د قاچاقي‌ لارو څخه  ترکیې  ته راغلي‌ وو او غوښتل يي چې  د ورانکارانه  فعالیتونو په موخه  اروپا  ته  لاړ شي‌ په ترکیه کې ونیول شول.

نوموړو ترهګرو په سوریه کې  ۳ کاله  د ځانمرګیو بریدونو او وسلو روزنه  لیدلې  وه . نوموړي‌ ترهګر  د جعلي‌ اسنادو سره په ترکیه کې  ونیول شول.

د ترکیې د ادانا  ولایت  د امنیې  قومندانۍ  د ترهګرۍ پر وړاندې  د مبارزې پولیسو  د داعشي‌ ترهګرو په اړه د راپور  د ترلاسه کولو نه وروسته  د ترهګرو په پټځای  چاپه واچوله.

په عملیاتو کې  دوه تنه  داعشیان  چې  د کډوالو د جعلي‌ اسنادو  سره  ترکیې ته راننوتي‌ ول  او غوښتل يي  چې اروپا ته لاړ شي‌ ونیول شول.

ترهګرو  په تحقیقاتو کې  ویلي‌ دي‌ چې  په اروپا کې  د بریدونو پلان  درلود. 

 


پيوندونه: #ترکیه , #داعش

اړوند خبرونه