د ترکیې د ولسمشر ویاند : د ترکیې ځواکونه د الباب ښار مرکز ته داخل شوي دي

د ترکیې د ولسمشر ویاند د ولسمشر اردوغان او ټرامپ د ټیلیفوني خبرو په اړه لا زیات معلومات ورکړل

668502
د ترکیې د ولسمشر ویاند : د ترکیې ځواکونه  د الباب ښار مرکز ته داخل شوي دي

د ترکیې  د ولسمشر ویاند  ابراهیم  قالن  وویل چې  د ترکیې وسله وال ځواکونه  په سوریه کې  د داعش پر خلاف  د روانو عملیاتو په ترڅ کې  د الباب ښار مرکز ته  ننوتل.

د ترکیې د ولسمشر ویاند  دا څرګندونې  د یو خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې کړي دي.

د ولسمشر ویاند  په سوریه کې د روانو عملیاتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل

« د ترکیې  وسله وال ځواکونه  د الباب ښار مرکز ته داخل شوي دي. په یاد شوي ښار کې  د اسد ځواکونو سره  د نه مخامخیدو په خاطر  د روسیې سره  په تماس کې یو.»

ابراهیم قالن  د امریکا د ولسمشر دونالد ټرامپ سره  د ولسمشر اردوغان  د ټیلیفوني خبرو په اړه هم  معلومات ورکړل.

هغه وویل چې  د دواړو مشرانو ترمنځه  ټيلیفوني خبرې په ډیره مثبته فضا کې  وشوې. په نږدې راتلونکي کې د دواړو مشرانو د مخامخ لیدنې په خاطر چارې پيل شوي دي.

د ولسمشر ویاند وویل چې  د ښاغلي اردوغان او ټرامپ  ترمنځه په ټیلیفوني خبرو کې  د سوریې په مسلې ډیرې خبرې وشوې. هغه وویل چې  ټرامپ  د ۵ زرو کیلومترو په لویوالي سره  په سوریه کې د باامنه سیمې د جوړولو وړاندیز په اړه  مثبت نظر وښود.

همداشان  د امریکا  ولسمشر ټرامپ  پدې ټیلیفوني خبرو کې ولسمشر اردوغان ته  ډاډ ورکړ چې  په ترکیه کې  د جولای د ۱۵ مې کودتا مسول  فتح الله ګولن ترکیې ته د سپارولو اړوند چارې په هر څه ژر پیل کړي.

د ولسمشر ویاند  د یونان لخوا  ترکیې ته د ۸ تنو کودتاچیانو د نه سپارولو په اړه  د پوښتنې په ځواب کې وویل «  هر شې  یو بدل لري. یونان به هم  ددې مسلې بدل ورکوي »


پيوندونه: #ترکیه , #الباب

اړوند خبرونه