د ترکیې  د چناک کلا ولایت  د دریم  ځل لپاره  قوي  زلزلې  ولړزو.

د ترکیې د چناک کلا په ولایت کې د پرون راهیسې د دریم ځل لپاره زلزله وشوه.

666583
د ترکیې  د چناک کلا ولایت  د دریم  ځل لپاره  قوي  زلزلې  ولړزو.

 د ترکیې  د چناک کلا ولایت  د دریم  ځل لپاره  قوي  زلزلې  ولړزو.

د ترکیې د چناک کلا ولایت د ایوه جک  په ولسوالۍ کې  د ریښتر په کچه  د ۵ عشاریه درې په لویوالي سره  قوي زلزله  رامنځته شوه. د ویلو ده چې  د زلزلې له امله  په ۱۲ کلو کې  تر ۳۰۰ ډیرو خامو کورونو  زیان  لیدلی دی.

په یاده شوې ولسوالۍ کې  د پرون سهار راهیسې  د دریم ځل لپاره  زلزله  رامنځته شوه. لومړنۍ  زلزله  پرون د سهار په ۶ بجو او ۵۰ دقیقو رامنځته شوه.

دویمه  زلزله  د ماسپخین  په ۱ بجه او ۵۸ دقیقو او دریمه  زلزله  نن  د سهار په ۵ بجو او ۲۴ دقیقو رامنځته شوه.

نن د سهار په ۵ بجو او ۲۴ دقیقو  د ریشتر په کچه  د ۵ عشاریه ۲ په لویوالي سره  زلزلې سیمې ولړزوله.

د زلزلو له امله  یواځې د پنځو تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی. د سیمې خلک  د ژمي پدې سړه هوا کې  د کورونو نه بهر لارو او سړکونو ته  راوتلي دي.

د هیواد سرې میاشتې  او د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې  ډلې  سیمې ته رسیدلي دي. د چناک کلا ولایت مقام  د بیړنیو حالاتو  مرکز  جوړ کړی دی.

سړې میاشتې ادارې سیمې خلکو ته تاوده خاوړه  او نور لومړني ضروریات  رسولي دي.

سرې میاشتې  د زلزله ځپلو لپاره  خیمې درولي  او زلزله ځپلې پکې ځای په ځای کړي دي.



اړوند خبرونه