د تركيې - افريقا اړيكې او راتلونكې

تركيه په افريقا كې د استعماري ځواكونو د سياست پر ځاى ددې لويې وچې د هېوادونو سره د داسې سياسي اړيكو غوښتونكې ده چې په متقابله توګه د دواړو په ګټه وي.

666569
د تركيې - افريقا اړيكې او راتلونكې

د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د روان ميلادي كال د جنورۍ د مياشتې په ۲۲مه نېټه د ختېځې افريقا د درې هېوادونو تانزانيا، موزمبيق او د مداګاسكار له هېوادونو ۴ ورځنۍ ليدنه وكړه. دا ليدنه د افريقا د لويې وچې په اړه د ۲۰۰۵م كال لخوا د پيل شوي نوي بهير دوام دى چې له مخې يې د افريقايي هېوادونو سره اړيكې پراختيا مومي.

د تېرو ۱۰ كلونو په اوږدو كې اردوغان د تركيې د لومړي وزير او بيا د ولسمشر په صفت د افريقا له ۲۳ هېوادونو ۳۰ ليدنې ترسره كړي دي چې دا د يو غير افريقايي ليډر لپاره د پام وړ پاملرنه ده. دا ليدنې له يوې خوا د نړۍ پر لور د افريقا د دروازو د پرانيستل كېدو په معنى دي او د بله پلوه د سيمې په اړه د تركيې د پاملرنې زياتوالي ته اشاره كوي. تركيې په ۲۰۰۴م هېواد كې په افريقا كې يواځې ۱۲ سفارتونه درلودل چې په ۲۰۱۶م كال كې دا شمېره ۳۹ ته لوړه شوه. پدې ډول يې خپل ډيپلوماټيك فعاليت په افريقا كې وغځولو. يواځې د ۲۰۱۲م او ۲۰۱۳ كلونو په اوږدو كې تركيې په افريقا كې د بېلابېلو مرستندويه ټولنو له لارې ۸۰۰ ميليونه ډالره مرسته كړې ده.

د تركيې د همكارۍ او همغږئ اداره تيكا په افريقا ۱۶ څانګې لري. دا څانګې په اړوندو هېوادونو كې د روغتيايي مركزونو، د پاكو اوبو د څاګانو د كيندولو، د بزګرانو د روزلو، د تاريخي ودانيو د بيا رغاونې سربېره لسګونه ښوونيزې او روغتيايي پروژې عملي كوي. ددې ترڅنګ د تركيې مدني ټولنه او مرستندويه ټولنې هم سيمې ته مرستې وړي. د تركيې دې پاملرنې د افريقايي هېوادونو پاملرنه هم جلب كړې ده. د تركيې افريقايي ټولنې ترمېنځ اړيكې د پراختيا په حال كې دي. افريقايي ټولنې په ۲۰۰۸م كال كې تركيې ته د ستراتيژيك همكار لقب وركړ. د تركيې – افريقا لومړنۍ سرمشريزه په همدې كال په استانبول كې ترسره شوه. بيا وروسته د ايكوادور د ګينې په هېواد كې په ۲۰۱۴م كال كې دويمه سرمشريزه وشوه. تمه كيږي چې دريمه سرمشريزه به په ۲۰۱۹م كال كې په تركيه كې ترسره شي.

لس كاله وړاندې د تركيې – افريقايي هېوادونو ترمېنځ د متقابلې سوداګرۍ حجم په كال كې ۳ ميليارده ډالره وو چې دا دى اوس دا شمېره ۲۵ ميلياردو ډالرو ته رسېدلې ده. د تركيې د هوايي كرښو شركت د افريقا د ۳۰ هېوادونو ۴۰ بېلابېلو ښارونو ته ورځنۍ الوتنې لري. دا شمېره، دې لويې وچې ته د نړۍ د نورو هوايي شركتونو د الوتنو د مجموعې نه هم لوړه ده.  تر ۳۰ زيات افريقايي هېوادونه په تركيه كې سفارتونه لري. شاوخوا ۵ زره افريقايي زده كوونكي په تركيه كې په وړتيا توګه لوړې زده كړې ترسره كوي.

د افريقا لويه وچه د پراخه كانونو او تر ځمكې لاندې د شتمنيو خاونده ده. نفوس يې ځوان دى او د هر ډول پرمختګ وړتيا لري. ددې سره سره ددې لويې وچې خلك اوس هم په بېوزلۍ كې ژوند كوي. په يو زيات شمېر هېوادونو كې سياسي استقرار او د ترهګرۍ سره مبارزه هغه مهال له منځه تللى شي چې داسې اوږدمهالي پروګرامونه عملي شي چې په سيستماتيكه توګه بېوزلي له منځه يوړل شي. په افريقا كې د اروپايي استعمار ګرو هېوادونو د شرم وړ تاريخ ته كه وكتل شي نو اوسمهال هم په لويه وچه كې د فاسدو رژيمونو، نيابتي جګړو، مدرنې غلامۍ او اقتصادي استعمار پر وړاندې د خلكو مبارزه كمرنګه ده.

تركيه په افريقا كې داسې سياست پر مخ وړي چې د دواړو په ګټه وي. د استعماري اړيكو پر ځاى د سياسي مساواتو پر اساس د اقتصادي اړيكو پراختيا ته پاملرنه كوي. د افريقايي هېوادونو سره د مرستې ترڅنګ غواړي چې د افريقا د ستونزو لپاره افريقايي حل لارې ومومي. د همدې امله تركيه د افريقايي زده كوونكو او دولتي مامورينو په روزلو بوخته ده. د هغوى د دولتونو د كمزورلو پر ځاى دولتي چارې يې پياوړې كوي. تركيې د ۲۰۱۱م كال راهيسې په سوماليا كې همدا پروګرام پر مخ يووړ. تركيه په افريقا كې د ترهګرۍ سره د مبارزې، وچكالۍ، بې وزلۍ او قحطۍ د لمنځه وړلو په موخه په نړيواله سطحه د مرستې كمپاين پيل كړى دى. تركيې تر اوسه پورې پدې برخه كې تر ۱ ميليارد ډالرو پورې پېسې لګولې دي. په سوماليا كې ډېر داسې پروګرامونه شته دى چې بايد پاى ته ورسيږي خو اوسنۍ سوماليا تر ۶ كاله وړاندې سوماليا نه ډېره پرمختللې ده.

افريقايي هېوادونو هم د تركيې سره د نېكو اړيكو د پراختيا لپاره هلې ځلې كړي دي. پدې وروستيو كلونو كې لوړه سطحه متقابله همكاري دوام لري. د بېلګې په ډول تركي شركتونو په تانزانيا كې د ۲ زره كيلومترو په اوږدوالي سره د وسپنې د پاټلۍ د جوړلو پروژه، په موزمبيق كې د كورونو د جوړولو پروژه او په يو شمېر نورو هېوادونو كې په بېلابېلو څانګو كې د فابريكو د جوړولو په ګډون شركتونه فعاليت لري.

د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان دا بهير له نږدې څاري. نه يواځې له دې هېوادونو ليدنې كوي بلكې د تركيې خصوصي سكتور او د مدني ټولنې استازي تشويقوي تر څو په افريقايي هېوادونو كې پانګه واچوي.

تركيې همداراز د افريقايي هېوادونو مشرانو ته ويلي دي چې د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د سازمان ادارو ته په خپلو هېوادونو كې د ناوړه فعاليتونو اجازه هم ورنكړي. دې سازمان په تېرو ۲۰ كلونو كې د تركيې له نامه په ګټې اخيستلو سره له خلكو ناوړه ګټه پورته كړې ده. د ۲۰۱۶م كال د جولاى د مياشتې په ۱۵مه نېټه ناكامې كودتا دا وښودله چې دا ډله څومره خطرناكه ده. دا ډله نه يواځې تركيې ته بلكې د ټولې نړۍ لپاره خطر رامنځته كوي. ځكه دا ډله غواړي چې سياسي ځواك راټول او بيا يې د خپل ځان په ګټه وكاوري.

 

 


پيوندونه: #تركيه

اړوند خبرونه