د ترکیې د سیواس په ولایت کې د مساپرو بس چپه شو

د ترکیې  د سیواس په ولایت کې  د مساپرو بس د چپه کیدو له امله  ستره فاجعه رامنځته شوه.

665761
د ترکیې د سیواس په ولایت کې د مساپرو بس چپه شو

د ترکیې  د سیواس په ولایت کې  د مساپرو بس د چپه کیدو له امله  ستره فاجعه رامنځته شوه.

د ترکیې د توقات ولایت نه  د ایرزینجان  ولایت پر لورې روان  مساپروړونکی بس  موټر  د سیواس ولایت د اقنجيلر  په ولسوالۍ کې  چپه شو.

د لومړنیو معلوماتو له مخې  بس چلوونکي   نجدت کورت  د موټر کنټرول د لاسه ورکړ  او بس  په بل مخ  واوښت.

په پیښه کې  د یو تن د وژل کیدو او تر ۴۰ ډیرو کسانو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

د پیښې نه سمدلاسه وروسته  روغتیايي ډلې سیمې ته ورسیدې. د پیښې ټپیان په سیمه کې نږدې روغتونونو ته انتقال او د درمنلې لاندې نیول شوي دي.

د ټپیانو نه د بعضو روغتیايي حالت باریکه دی.


پيوندونه: #ترکیه

اړوند خبرونه