اردوغان : داعش نه د اسلامي ترهګرو په توګه یادونه غلطه خبره ده

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  د جرمني د لومړۍ وزیرې  انګیلا مرکل سره  په لیدنه کې  د هغه لخوا د داعش نه د اسلامي  ترهګرو  په توګه د یادونې له امله  سخت غبرګون وښود.

664346
اردوغان : داعش نه د اسلامي ترهګرو په توګه یادونه غلطه خبره ده

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  د جرمني د لومړۍ وزیرې  انګیلا مرکل سره  په لیدنه کې  د هغه لخوا د داعش نه د اسلامي  ترهګرو  په توګه د یادونې له امله  سخت غبرګون وښود. ولسمشر د مرکل  په ځواب کې وویل چې « د اسلامي ترهګرو کلمه  مسلمانان خفه کوي. د داعش ترهګرې ډلې ته د اسلامي ترهګرو د کلمې کارول ناسم  کار دی، ځکه چې  اسلام او ترهګرۍ هیڅوخت څنګ په څنګ  کیدای نشي. ستاسې نه هیله کوم  چې  دې ترهګرې ډلې لپاره د اسلام کلمه  مه کاروئ.»

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  پرون  د مازیګر په ساعتونو کې  د جرمني د لومړۍ وزیر انګیلا مرکل سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلې ده  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولیدل.

د لیدنې نه وروسته  دواړو مشرانو د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. ولسمشر اردوغان  دلته خبریالانو ته وویل چې « د لومړۍ وزیرې مرکل سره  مو  دوه په دوه او د هیتانو ترمنځه  لیدنه وکړه. پدې لیدونو کې مو  د عسکري، سیاسي، اقتصادي، تجاري، متقابلو اړیکو او  زمونږ  د هیوادونو په دننه او سیمه کې  په روانو ترهګریزو پیښو  د خبرو کولو فرصت  ترلاسه کړ.»

ولسمشر اردوغان  وویل چې  ددې سربیره  په لیدنه کې  د سیمه یزو مسلو او په ځانګړې توګه د سوریې او عراق په پرمختګونو  مو په هر اړخیزه توګه خبرې وکړې.

د کډوالو په مسلې مو خبرې وکړې. همداشان  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په همکاریو  او د لا ښې مبارزې په خاطر  څه ډول کولای شو چې اغیزمن ګامونه اوچت کړو په مسلو مو خبرې وکړې.

هغه وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ترکیې  دریځ  معلوم  دی. خو په نړۍواله کچه  د ترهګرۍ پر خلاف  مبارزه  او یا د ترهګرو د لمنځه وړ  د یو هیواد  کار  ندی. دا مسله  په نړۍواله کچه د همکاریو او همغږۍ سره  شوني  ده.

هغه وویل چې  لکه څرنګه چې پوهیږۍ په جرمني کې  شاوخوا ۳ میلیونه تنه ترکان  ژوند کوي. ددې هیواد سره  زمونږ همکاري او همغږي  ډیر اهمیت لري. ترکیه او جرمني د ناټو د سازمان دوه مهم  متفق هیوادونه  دي . همداشان  د داعش پر خلاف د نړۍوال ایتلاف  په منځ کې هم  د ترکیې سره د جرمني همکاري ځانګړې اهمیت لري.

ولسمشر اردوغان  دلته  په ترکیه کې  د حکومتي سیستم  د بدلیدو په خاطر  د ټولپوښتنې او په اساسي قانون کې د تعدیل په اړه هم پوښتنې ځواب کړې.

هغه  د جرمني د یو تن خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې  په ترکیه کې په اساسي قانون کې د تعدیل او حکومتي سیستم  د بدلون له امله به مخالفې ډلې  ضرر  وویني داسې وویل ، دا خبره  د ذرې په اندازه هم حقیقت نلري. په نوي سیستم کې  اجراییه  او قضایه قویې د یو بل نه جلا دي. مخالفې ډلې  د دې ډول  ادعاګانو سره غواړي چې د خلکو او نړۍ اذهان  خراب کړي .

د ترهګرو  ترڅنګ  د اسلام کلمه کارول مناسب خبره نده:

ولسمشر اردوغان په نوموړي خبري غونډه کې  د جرمني  د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل لخوا  داعش ترهګرې ډلې نه د یادونې پر مهال  ددې ترهګرې ډلې نه  د اسلامیست ترهګرو په توګه  د یادونې په اړه سخت غبرګون وښود. ولسمشر اردوغان  مرکل ته په خطاب کې وویل چې  «  په ځانګړې توګه  غواړي په یوې مسلې رڼا واچوم، کیدای شي  چې زمونږ  هیوادوال هم  پدې اړه  غلط  پوه شوي وي. د اسلامیست ترهګرو  کلمه  مونږ  مسلمانان  په جدي توګه  ناراحته کوي. د دا ډول  کلمې کارول مناسبه خبره نده. حقیقت  نلري. ځکه چې د اسلام او ترهګرو هیڅوخت څنګ په څنګ راتلې نشي. اسلام د کلمې معنا  سوله ده. که چیرې مونږ  د داعش ترهګرې ډلې ته    د اسلاميست ترهګرو  کلمه  وکارو  دا  مونږ  ناراحته کوي ، لطفآ  د داعش لپاره د اسلامي ترهګرو کلمه مه کاروئ، ځکه چې  د داعش لپاره د اسلامي ترهګرو د کلمې کارولو په صورت کې  مجبور یو چې په مقابل کې  غږ اوچت کړو. که چیرې  چپتیا  غوره کړو  دا  د ټولو لخوا  منل کیږي. زه  شخصآ  د یو مسلمان په توګه  دا خبره  هیڅکله هم  منلی نشم. د یو مسلمان  ولسمشر په توګه  زما لپاره د منلو وړ نده. دم ګړۍ  ترکیه په نړۍ کې یواځنی هیواد  دی چې  د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف په واقعي  ډول مبارزه کوي. دویم هیواد نه وینم. نور یواځې  په خوله خبرې کوي  او ترکیه  په واقعي ډول  مبارزه کوي.»

ولسمشر اردوغان  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا   په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې  د کودتا نه وروسته  جرمني ته  د تښتیدولو کودتاچیانو په اړه  د جرمني په دریځ  نیوکه وکړه. ولسمشر وویل چې  جرمني نه مو د نوموړو کودتاچیانو د اعادې غوښتنه کړې ده خو پدې اړه يي غوڅ دریځ  ندی ښودلی.

مونږ  ترکیه او جرمني  د ناټو سازمان  دوه  قوي متفق او دوه دوست هیوادونه  یو. هغه وویل لکه څرنګه چې  د پي وای ډي او پې کاکا ډلې ترهګرې ډلې دي همداشان  د فتح الله ګولن سازمان هم  ترهګری سازمان  دی.

د جرمني لومړۍ وزیرې مرکل  بیا خبریالانو ته وویل چې  «  د خاینې کودتا نه وروسته  د لومړي ځل لپاره د ترکیې نه لیدنه کوي. دواړه هیوادونه باید  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې  ډیرې قوي اړیکې ولري. »

مرکل  د سوریې او عراق د روانو پرمختګونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې  پدې اړه  باید په نړۍواله کچه  د مسولیتونو احساس وشي.

د ترکیې د چارواکیو سره مو د سوریې او عراق په مسلو چې د دواړو هیوادونو لپاره ډیرې مهمې دي خبرې وکړې. د کډوالو په مسلې مو خبرې وکړې. ترکیه د کډوالو په برخه کې  فوق العاده  هلې ځلې کوي. اروپايي ټولنه  باید د ترکیې سره د مالي مرستو په برخه کې  کړې ژمنې پر ځای کړي.

د جرمني لومړۍ وزیر انګیلا مرکل  د ترکیې د ملي شورا د ودانۍ نه  چې د جولای د ۱۵ مې کودتا پر مهال  پرې  بمباري  شوې وه  لیدنه وکړه.



اړوند خبرونه