په ترکیه کې د ۲۰۱۷ کال د ملي امنیت شورا لومړنۍ غونډه وشوه

په ترکیه کې  د ۲۰۱۷ کال د ملي امنیت د شورا لومړنۍ  غونډه  پرون د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوه.

662817
په ترکیه کې د ۲۰۱۷ کال د ملي امنیت شورا لومړنۍ غونډه وشوه

په ترکیه کې  د ۲۰۱۷ کال د ملي امنیت د شورا لومړنۍ  غونډه  پرون د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوه.

په غونډه کې  ترکیې ته د مخامخو ګواښونو  او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په مسلې  په هر اړخیزه توګه خبرې وشوې.

د ملي امنیت  شورا  د غونډې نه وروسته اعلامیه خپره کړه. په اعلامیه کې راغلي دي چې د ملي امنیت شورا پدې غونډه کې  د ترکیې ملي امنیت په مخامخو تهدیدونو، ترهګرۍ او حقوقو په چوکاټ کې  د ترهګرۍ پر وړاندې  د مبارزې په مسلې په هراړخیزه توګه  خبرې وشوې.

په اعلامیه کې راغلي دي چې  پدې غونډه کې  د فتح الله ګولن ، پې کاکا  او داعش  ترهګریز سازمانونو  پر خلاف  د مبارزې او تیر کال په رامنځته شوو منفورو ترهګریزو بریدونو ارزونې وشوې.

په غونډه کې  تیر کال  په استانبول، قیصري، او ازمیر ښارونو کې منفور ترهګریز بریدونه ، په انقره کې د روسیې په سفیر  خونړی برید او د نوي کال په شپه  د استانبول  قتل عام   په کلکو ټکو وغندل  شو. همداشان ددې بریدونو په اړه  په عدلي او اداري څیړونو  غور وشو.

په غونډه کې  ترکیې ته د مخامخو تهدیدونو  د مخنیوي په خاطر  د هیواد دننه او بهر  د لازمو تدابیرو نیولو  پریکړه وشوه.

په اعلامیه کې  راغلي دي چې  د پې کاکا ترهګرې ډلې او د هغوې  د څانګو لخوا په بې ګناه او مظلومو انسانانو وحشي بریدونه   د ترکیې لخوا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزه  اهمیت  نړۍوالې ټولنې ته  په اثبات رسولی دی .

په اعلامیه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې ترکیه به  د ترهګریزو سازمانونو چې د دین، مذهب، قوم  او  نورو بهانو سره  بې ګناه انسانان په قتل رسوي  او د هغوې  د ملاتړو پر خلاف  مبارزې ته  دوام وکړي. همداشان په اعلامیه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې  د سوریې د څانګې پي وای ډي سره  د وسلو  او مهماتو د مرستې په برخه کې هم  خبرداری ورکړ شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي دي  هغه هیوادونه او برخې  چې  د یو ترهګریز سازمان پر خلاف  د مبارزې په خاطر د نورو ترهګریز سازمان سره د وسلو او مهماتو مرستې کوي په اصل کې  د ترهګرو قوي کولو  او ترهګرۍ خورولو  ته  زمینه برابروي.

په اعلامیه کې  ویل شوي دي  چې  د ملي امنیت  د شورا په غونډه کې په سوریه او عراق کې په روانو پرمختګونو هم  په هراړخیزه توګه  خبرې وشوې. په غونډه کې  عراق او سوریې  کې د ترهګرو ډلو لخوا ترکیې او سیمې ته د مخامخو تهدیدونو په مسلې  خبرې وشوې. همداشان  پدې غونډه کې په سوریه کې  د سیاسي انتقالي دورې  په اړه په هلو ځلو او بشري مسولیتونو خبرې وشوې.

پدې غونډه کې  د قبرس  د سولې د روغې جوړې د مذاکراتو  په مسلې ارزونې وشوې.

په غونډه کې  د بورما د مسلمانانو په حالاتو او هغوې ته د بشري مرستو د رسولو په خاطر  لازمو ارګانونو ته  هدایت ورکړ شو.



اړوند خبرونه