د ترکیې  د نفوس  وروستۍ  شمیره  اعلان شوه.

د ترکیې نفوس په یو کال کې یو میلیون ۷۳ زره او ۸۱۸ تنه ډیر شوی دی

662306
د ترکیې  د نفوس  وروستۍ  شمیره  اعلان شوه.

د ترکیې  د نفوس  وروستۍ  شمیره  اعلان شوه. د ترکیې  نفوس ۸۰ میلیونو تنو ته  ډیر نږدې شوی  دی.

د ترکیې  د احصایې  ادارې  د ۲۰۱۶ کال  د دسمبر تر ۳۱ مې نیټې  د ترکیې  د نفوس  وروستۍ شمیره اعلان کړه. د احصایې ادارې لخوا د اعلان شوو شمیرو له مخې ترکیې نفوس  ۷۹ میلیونه ۸۱۴ زره  ۸۷۱ تنه  ته  رسیدلی دی .

په ۲۰۱۵ کال  کې د ترکیې نفوس  ۷۸ میلیونه ۷۴۱ زره  او ۵۳ تنه وو چې په یو کال کې  یو میلیون ۷۳ زره او ۸۱۸ تنه  ډیر شوی دی.

په ترکیه کې د نارینو نفوس  ۵۰ عشاریه ۲ سلنه  او د ښځو نفوس ۴۹ عشاریه ۸ سلنه  دی. په ترکیه کې د نارینو نفوس  ۴۰ میلیونه ۴۳ زره او ۶۵۰ تنه  او د ښځو نفوس بیا ۳۹ میلیونه ۷۷۱ زره ۲۲۱ تنه  دی.

د ترکیې  د نفوس ۹۲ عشاریه ۳ سلنه په ولایتونو او ولسوالیو کې  او پاتې  ۷ عشاریه  ۷ سلنه خلک  بیا په کلو او بانډو کې ژوند کوي.


پيوندونه: #ترکیه , #نفوس

اړوند خبرونه