يونان د تركيې غبرګون را وپارولو

يونان تركيې ته كودتاچيان نه سپاري

659944
يونان د تركيې غبرګون را وپارولو

 

په تركيه كې د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د موازي دولت د جوړښت اته نه كودتاچيان چې د جولاى په ۱۵مه نېټه يې په تركيه كې د نظامي تر ناكامېدلو وروسته يونان ته وتښتېدل.

د يونان يوې محكمې پرېكړه وكړه چې نوموړي هېواد ته تښتېدلي كودتاچيان تركيې ته ونه سپاري.

د يونان د عالي محكمې د پرېكړې له مخې څلور تنه جګتوران، دوه تنه جګړنان او دوه تنه لومړي بريدمنان چې تر كودتا وروسته د چورلكې په واسطه يونان ته تښتېدلي ول، هلته پناه اخيستلى شي.

عالي محكمې د كودتاچيانو د بېرته سپارلو په موخه د تركيې غوښتنه رد كړه. د بله پلوه يوناني حكومت هم څرګنده كړه چې د عالي محكمې پرېكړې ته به درناوى وكړي.

د بله پلوه د تركيې د بهرنيو چارو وزارت ددې پرېكړې له امله پر يوناني چارواكو نيوكه وكړه او څرګنده يې كړه چې دا پرېكړه به د دواړو هېوادونو پر اړيكو باندې منفي اغېزه وكړي.



اړوند خبرونه