په ترکیه کې ساختماني سکتور د ودې په حال کې دی

په ترکیه کې په ۲۰۱۶ کال کې  ۱ میلیون ۳۴۱ زره  او ۴۵۳ کورونه  پلورل شوي دي.

657986
په ترکیه کې ساختماني سکتور د ودې په حال کې دی

په ترکیه کې په ۲۰۱۶ کال کې  ۱ میلیون ۳۴۱ زره  او ۴۵۳ کورونه  پلورل شوي دي. په ترکیه کې د ۲۰۱۵ کال  په پرتله  ۴ سلنه  لا زیات کورونه  پلورل شوي دي.

د ترکیې  د احصایې ادارې  په ۲۰۱۶ کال کې د پلورل شوو کورونو  شمیره  اعلان کړه.

د احصایې د ادارې د شمیرو له مخې  تیر کال په ترکیه کې تر ټولو زیات کورونه  په استانبول کې  پلورل شوي دي.

همداشان  انقرې په دویم  او ازمیر ولایت په دریم  کتار کې ځای نیولی دی.

د احصایې ادارې  ویلي دي چې  یواځې د ۲۰۱۶ کال په وروستۍ میاشت کې  په ترکیه کې  ۱۴۲ زره او ۷۱۳ کورونه پلورل شوي دي.

په ۲۰۱۶ کال کې  ۱۸۱۸۹ کورونه بهرنیو وګړو  پیرودلي دي.

بهرنیانو  تر ټولو  زیات  کورونه په استانبول، انتالیا، بورسا  او ایدن ولایتونو کې پیرودلي دي.

بهرنیانو تیر کال په استانبول کې  ۵۸۱۱، په انتالیا کې ۴۳۵۲، په بورسا کې ۱۳۱۸ او په ایدن کې بیا ۸۷۱ کورونه  پيرودلي دي.

د ویلو ده چې  ترکیه  پدې وروستیو کلونو کې  د بهرنیو وګړو او په ځانګړې توګه د افغانانو لپاره د جاذبې په مرکز بدل شوی دی .

همداشان  په ۲۰۱۷ کال کې د ترکیې د تابعیت په قانون کې د ځینو اصلاحاتو سره  په پام کې ده  چې ساختماني  سکتور  لا زیاته وده وکړي. د ترکیې د تابعیت په قانون کې د نوو اصلاحاتو له مخې  هغه بهرنیو وګړو ته چې د یو میلیونو ډالرو په ارزښت کورونه یا دوکانونه  وپيري په فوق العاده  توګه  د ترکیې جمهوریت تابعیت ورکول کیږي.


پيوندونه: #ترکیه

اړوند خبرونه