په ترکیه کې د سترې فاجعې مخه ونیول شوه.

په ترکیه کې ۵ تنه ځانمرګي برید کوونکي ونیول شول.

657923
په ترکیه کې د سترې فاجعې مخه ونیول شوه.

په ترکیه کې د سترې فاجعې مخه ونیول شوه.

د ترکېې د شانلي اورفا  ولایت د جیلان پنار په ولسوالۍ کې  ۵ تنه ځانمرګي برید کوونکي  چې  د خونړیو بریدونو لپاره يي تیاري نیولې وه  لاس په لاس ونیول شول.

برید کوونکي  د پې کاکا ترهګرې ډلې  غړي دي.

د شانلي اورفا ولایت د جاندارما منسوبینو  د جیلان پنار په ولسوالۍ کې  ۵ تنه ځانمرګي برید کوونکي  چې  په پولیسو، امنیتي ځواکونو او حکومتي  ودانیو د بریدونو هوډ  درلود  ونیول.

جاندارما ځواکونو  د برید کوونکو په اړه د راپور ترلاسه کولو نه سمدلاسه وروسته په حرکت پيل وکړ. د ترهګرو د نیولو په خاطر ځانګړي عملیات  ترسره شول  . برید کوونکي  د ځانمرګیو واسکټونو او چاودیدونکو توکو سره  یو ځای ونیول شول.

نیول شوو برید کوونکو  په خپل جرم  اعتراف کړی دی . ترهګرو ویلي دي چې  د ځانمرګیو بریدونو په برخه کې په سوریه کې  روزنه لیدلې  او د بریدونو په موخه ترکیې ته رالیږل شوي دي.

ترهګرو ویلي دي چې په لویو ښارونو کې  په پولیسو، امنیتي ځواکونو  او دولتي اداراتو  د بریدونو هوډ  درلود.

برید کوونکي د پولیسو لخوا د څیړونو نه وروسته  څارنوالۍ ته  معرفي شوي دي.

د پیښې په اړه څیړنې دوام لري.

نوموړو ځانمرګیو برید کوونکو غوښتل چې هیواد  یو ځل بیا په ونیو ولړي چې  خپلې شومې موخې ته د رسیدو نه د مخه د امینتي ځواکونو لخوا ونیول شول. 

د پې کاکا ترهګرې ډلې او د هغه څانګې پي وای ډي  تیر کال  په پلازمینه انقره کې  د امنیتي ځواکونو د لیږد په بس موټر  ځانمرګی برید وکړ چې له امله يی په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړ او په لسګونو تنه نور ټپیان شول. 



اړوند خبرونه