د ترکیې ملي شورا د اساسي قانون د تعدیل د قانون مسوده تصویب کړه.
په ترکیه کې حکومتي سیستم بدلون مومي
د ترکیې ملي شورا د اساسي قانون تعدیل تصویب کړ.
د ترکیې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند د ترکیې جمهوریت اساسي قانون په ۱۸ مادو کې د تعدیل په موخه ملي شورا ته د قانون مسوده وړاندې کړې وه چې تصویب شوه.
د ترکیې ملي شورا د اساسي قانون د تعدیل د قانون مسوده په عمومي مجلس کې د ۳۳۹ رایو سره تصویب کړه. د ترکیې د اساسي قانون له مخې د اساسي قانون د تعدیل په موخه د قانون مسوده په ملي شورا کې د ۳۶۷ نه د کمو او ۳۳۰ نه د لوړو رایو سره د تصویب په صورت کې باید ټولپوښتنه وشي.
د همدې امله د اساسي قانون تعدیل ټولپوښتنې ته وړاندې کیږي.
د ویلو ده چې په اساسي قانون کې د تعدیل تر ټولو مهمه ماده په ترکیه کې د حکومت په سیستم کې د بدلون په اړه ده.
په اساسي قانون کې د تعدیل سره د حکومت سیتسم د پارلماني نه په ګوندي ریاستي سیستم باندې بدلیږي. . ددینه مخکې به په ترکیه کې هر هغه څوک چې د ولسمشر په توګه به وټاکل شو د خپل ګوند نه به يي استعفا کوله او ګوند سره به يي هر ډول اړیکې پرې کولې . په نوي سیستم کې بیا دا مسله له منځه یوړل شوه. ولسمشر کولی شي چې په عینې حال کې د یو ګوند غړیتوب ولري او مشري وګړي.
همداشان د دې تعدیل د مهمو مادو نه یوه هم د ولسمشر د صلاحیتونو په اړه ده. په نوي سیستم کې ولسمشر ته لا زیات صلاحیتونه په نظر کې نیول شوي دي .
په نوي سیستم کې صدرات مقام له منځه وړل کیږي.
ولسمشر خپل مرستیالان او وزیران پخپله ټاکي او د دندې نه يي د ګوښه کولو پوره صلاحیت لري.
په نوي سیستم کې ولسمشر ته د اجراییه مسلو په اړه د تقنیني فرمان د صادرولو، د بیړني حالت د اعلانولو صلاحیت ورکړل شوی دی. همداشان ددې په مقابل کې د بیړني حالت د اعلانیدو پر مهال ملي شورا ته د بیړني حالت د لغوه کولو صلاحیت هم ورکړ شوی دی .
په نوي سیستم کې ملي شورا ته د ولسمشر د اجراعاتو د تفتیش صلاحیت ورکړ شوی دی .
په نوي سیستم کې ملي شورا ته د ولسمشر په اړه د جرم د ترسره کولو د ادعا په صورت کې د تحقیقاتو د پيلولو صلاحیت ورکړ شوی دی . ملي شورا پداسې حالاتو کې د وکیلانو د مطلق اکثریت د رایو سره د ولسمشر په اړه تحقیقات پیلولی شي.
د ویلو ده چې په اساسي قانون کې د تعدیل د مهمو مادونه یوه هم د قضايي قوې په اړه ده.
ددینه وروسته په ترکیه کې د قاضیانو او څارنوالانو د عالي شورا نوم د قاضیانو او څارنوالانو په شورا بدلیږي.
ددې شورا د غړیو شمیره د ۲۲ نه ۱۳ ته راټیټیږي. د قاضیانو او څارنوالانو شورا به د دوو ادارو په څیر کار وکړي.
د قاضیانو او څارنوالانو د شورا ۷ تنه غړي به د ملي شورا او ۴ تنه به د ولسمشر لخوا ټاکل کیږي.
همداشان د ترکیې په اساسي قانون کې د تعدیل سره ددینه وروسته به د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنې په یوه ورځ کې ترسره کیږي. ټاکنې به په هرو پنځو کلونو کې یو ځل ترسره کیږي.
همداشان په اساسي قانون کې د تعدیل سره عسکري محکمې لغوه کیږي.
همداشان په نوي سیستم کې به بودیجه د ولسمشر لخوا ملي شورا ته وړاندې کیږي.
د یادولو وړ ده چې د ترکیې د ملي شورا لخوا د اساسي قانون د تعدیل اړوند تصویب شوې د قانون مسوده د توشح په خاطر ولسمشر ته وړاندې کیږي.
د ولسمشر لخوا د توشیح کیدو نه وروسته په رسمي جریده کې خپریږي.
په رسمي جریده کې د خپریدو نه وروسته د ۶۰ ورځو نه وروسته په لومړنۍ یکشنبه ټولپوښتنې ته وړاندې کیږي.
تمه کیږي چې د اپریل په میاشت کې د اساسي قانون د تعدیل په خاطر ټولپوښتنه وشي.